د پنجاب په قصور سیمه کې لا هم د هغې اووه کلنې نجلۍ د وژل کېدو په اړه اعتراضونه دوام لري چې د جنورۍ پر نهمه نېټه یې مړی وموندل شو.
دوی له حکومته د عدالت غوښتنه کوي او وایي، د دې ډول پېښو عاملین باید په عام محضر کې په دار وځړول شي.
د زینب پلار پهدې اړه رسنیو ته وویل:
"زه د پاکستان د سترې محکمې او د پوځ له مشرانو غواړم چې د ټولو ماشومانو او هم د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي. "
د مدني ټولنو او د ماشومانو د حقونو فعالانو د دې اعتراضونو په لړ کې له حکومته دا هم غواړي چې په تعلیمي نصاب کې دې ماشومانو ته د ځانساتنې په اړه زدهکړې ته ځای ورکړل شي.
د اووه کلنې زینبې مړی د سې شنبې په ورځ د خځلو پر ډېران غورځول شوی وو چې څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.
د چهارشنبې په ورځ د قصور پولیسو ویلي وو چې د ماشومې زینبې د وژنې په پلټنو کې دا خبره تائید شوې ده چې پر هغې جنسي تېری شوی دی.
پولیس وایي، دوی د عاملینو په لټه کې دي.
نن پنجشنبه په پنجاب کې د هغو دوو کسانو مړي خاورو ته وسپارل شول چې د چهارشنبه ورځې د اعتراضونو په ترڅ کې ووژل شول.
د راپورونو له مخې پولیسو وروسته له هغه د مظاهرهچیانو د خورولو لپاره پر هغوی ډزې کړي چې مظاهره کوونکو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ .
په مظاهرو کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو په تورتر اوسه ۲۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب ادارې وایي، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په همدې سیمه کې نژدې ۱۳۰ دا ډول قضیې شوي چې ۱۲ ماشومان پهکې تر جنسي تیري وروسته وژل شوي دي.
په قربانیانو کې شپږ نجونې او شپږ هلکان ښودل شوي دي.
پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوه مقرره ومنله چې له مخې به یې د دې ډول پېښو عاملینو ته د اعدام سزا ورکول کېږي.