د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد پوځي عملیات باید په فبروري میاشت کې بشپړ او بریالي شي.
ښاغلي مکرون پرون ماښام له فرانس دوه ټلوېزېوني شبکې سره په مرکه کې د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي هغې وینا ته چې په عراق کې د داعش ډلې پر ضد د بریالیو پوځي عملیاتو پای یې اعلان کړ، اشاره وکړه.
نوموړي وویل:
"بشارالاسد د سوریې د خلکو دښمن دی، زما دښمن داعش دی. که خپلې خبرې راټولې کړم، نو موږ او نړیوال ائتلاف اوس اوس په عراق کې جګړه ګټلې ده. د ډسمبر په نهمه د عراق صدراعظم حیدرالعبادي پر داعش بریا اعلان کړه او فکر کوم چې د فبروري میاشتې تر نیمايي یا پایه به موږ د سوریې جګړه هم وګټو."
د فرانسې ولسمشر وویل چې پاریس به له دې وروسته د سوریې د کورنۍ جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون د سولې د هڅو ملاتړ وکړي، خو ده په دې اړه چې دا هڅې به د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره له نورو روانو هڅو سره په ټکر کې راشي که نه؟ جزئیات څرګند نهکړل.
ښاغلي مکرون وویل چې په هر راز خبرو کې د بشارالاسد ونډه له پامه نهشي غورځول کېدای، خو ده یادونه وکړه چې اسد باید یوه ورځ د خپلو کړو وړو حساب ورکړي.
د فبروري تر نیمايي یا پایه به سوریه کې د داعش پر ضد جګړه هم وګټو.
مکرون وویل، د اوس لپاره له بشارالاسد او د هغه د استازو په ګډون له هر چا سره باید خبرې وشي، خو هغه باید وروسته د خپلو جنایاتو په اړه د خپلو خلکو او نړیوال عدالت په وړاندې ځواب ووايي.
د سوریې کورنۍ جګړې تر دې دمه له ۴۰۰ زرو زیات خلک وژلي او میلیونونه نور یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.
دا جګړه د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د دولتي ځواکونو لهخوا د ډموکراسۍ د پلوي مظاهرهچیانو له ځپلو وروسته پیل شوه.
روسیې او ایران د دې شپږ کلنې جګړې په ترڅ کې د ولسمشر اسد د رژیم او د فرانسې په ګډون د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ کاوه.
ترکیې هم د بېلابېلو ډلو وسلهوالو ډلو ملاتړ کاوه.
اسلامي دولت نومې ډله هم پر دې جګړه ورګډه شوه، خو ټولو ښکېلو خواوو مخالفت ورسره وکړ.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته لهدې چې د داعش وسلهوالو د سوریې د قلمرو پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړه، نو د دولتي ځواکونو او د امریکا په ملاتړ د عرب او کُرد جنګیالیو د عملیاتو په پای کې یې ګڼ شمېر لاندې کړې سیمې له لاسه ورکړې.