د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم او په لبنان کې د حزبالله له وسلهوالې ډلې د ایران د ملاتړ غندنه وکړه.
مټېس چې په پنټاګون کې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې واشنګټن به له تهران سره له داسې لارو پر مخ ځي چې له ډیپلوماټیکو چاینلونو تنظیم شوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکي هېلي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، دقیق شواهد شته چې څرګندوي چې تهران په یمن کې شیعه حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.
نېکي هیلي وویل، د ایران کار د ملګرو ملتونو پر پرېکړهلیک تیری دی.
نېکي هېلي په هغه وسلهتون کې چې د امریکا دفاعي چارواکي د وسلو پرزې او ټوټې نندارې ته وړاندې کوي، د ایران په اړه خبرې وکړې. خو د امریکا دفاع وزیر خبریالانو ته وویل، هغه شواهد د واشنګټن له لوري ایران ته د پراخ پوځي ځواب ورکولو سبب نهشي کېدلای.
د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس وویل، واشنګټن اوسمهال هېڅ پوځي اقدام په پام کې نهلري او له همدې امله د امریکا پوځي جنرالانو نه بلکه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې په هغه ځای کې خبرې کولې.
نېکي هیلي همدا راز وویل، یو راکټ چې د نوومبر په څلورمه له یمنه د سعودي عربستان خاورې ته ور توغول شوی و، د ایران ساخت و.
نېکي هیلي وویل:
"موږ یوازې په یمن کې د ایران د فعالیتونو شاهد نه یوو، بلکه موږ دا فعالیت په لبنان، عراق، سوریه کې هم ګورو او موږ کولای شو چې ټول څرګند کړو او نور شواهد به هم وښودل شي. ډېر زیات نور خواشینونکي شواهد هم شته چې نړیواله ټولنه به ورته ګوري او وبه پوهېږې چې ټول څومره خطرناک دي."
خو د امریکا دفاع وزیر وویل، د نېکي هیلي له لوري د شواهدو د وړاندې کولو هدف دا وو چې نړیوال وګوري چې ایران د منځني ختيځ په څو بحرانونو کې لاس لري.
د مټېس په وینا، د نېکي هیلي خبرې هم د داسې ډیپلوماټیکې هڅې برخه وې چې نړیوال د ایران کارونو ته ښه متوجه کړي.
مټېس وویل:
"دا بربنډول چې ایران څه کارونه کوي د نړیوالې ټولنې د پوهې او درک زیاتېدو لپاره ګټور کار دی."
خو د ایران حکومت چې سعودي عربستان په منځني ختيځ کې د قدرت پرسر خپل عمده رقیب ګڼي، رد کړې چې حوثیانو ته وسلې ورکوي.