د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

«طالبان د خدای لښکر په غلطه جګړه کې» کتاب د طالبانو پر فعالیتونو څرخي


«طالبان د خدای لښکر په غلطه جګړه کې» د هغه کتاب نوم دی چې د مصر وتلي لیکوال فهمي هویدي لیکلی دی.

دا کتاب د روند رسالت په نامه یوه بنسټ، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» په کابل کې مخکتنې ته وړاندې کړ.

په دغه کتاب کې د طالبانو د فعالیتونو او جګړو په اړه ګڼ مطالب ځای شوي دي.

د روند رسالت د بنسټ مشر ذبیح‎الله عزیزي وویل، د دغه کتاب د مخکتنې هدف دا دی چې د افغانستان خلک د طالبانو د واکمنۍ او فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات حاصل او قضاوت پرې وکړي.

دی وايي:

"موږ په داسې وضعیت کې یو چې ټولنه مو د هېواد د عیني شرایطو په پام کې نیولو د پرمختګ او ترقۍ په خاطر راپورته شوی، خپل مسؤلیت ګڼو چې دغه کتاب نقد ته وړاندې کړو چې نظرونه پرې تبادله او خلک ترې مثبته ګټه واخلي."

په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو په نورو هېوادونو هم اثر کړی.

د ناستې بل ویناوال محمد سالم حسیني وویل، د دغه کتاب له لیکلو څرګندېږي چې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو په نورو هېوادونو هم اثر کړی، ځکه لیکوال د دغه کتاب د لیکلو اراده کړې ده.

ده وویل، دا ښه خبره ده چې د خپلو معلوماتو تر څنګ د ځان او په ټولنه کې د واقعیتونو په اړه د نورو نظریات او معلومات هم راټول کړو چې قضاوت مو پرې کره شي.

حسیني د کتاب د مؤلف له قوله وویل، طالبانو په خپلې واکمنۍ کې د خلکو پر ډېرو فعالیتونو بندیزونه لګول چې تر ډېره‌يې د طالبانو په ساده‎توب دلالت کړی دی.

طالبانو په خپلې واکمنۍ کې د خلکو پر ډېرو فعالیتونو بندیزونه لګول.
طالبانو په خپلې واکمنۍ کې د خلکو پر ډېرو فعالیتونو بندیزونه لګول.

دی وايي:

"د فهمي هویدي له نظره، طالبان اکثره هغه خلک وو چې د لومړي ځل لپاره ښار ته راغلي وو، دوی د هغو سیمو اوسېدونکي وو چې پراختیا په‎کې لږه شوې وه او بله دا چې دوی ته ویل شوي وو چې فساد په ټول افغانستان کې موجود دی."

"طالبان د خدای لښکر په غلطه جګړه کې" کتاب د طالبانو د واکمنۍ، جګړو او فعالیتونو اړوند د عربي لیکوال فهمي هویدي له‎خوا په عربي ژبه تألیف شوی او د پښتو ژباړه‌یې اسدالله ساحل کړې چې ۲۸ عنوانونه او ۲۳۲ مخونه لري.

طالبانو تر اوسه د دې کتاب په اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG