د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د سولې شورا: طالبانو سره د سولې لپاره له وړاندې هېڅ ډول شرط نه‎لرو


د افغانستان سولې عالي شورا وايي، له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له وړاندې هېڅ ډول شرطونه نه‎لري.

کندهار دا ځل د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ د یوې لویې غونډې کوربه و.
په دغه غونډه کې چې له کابل څخه د سولې عالي شورا پلاوي هم په‎کې ګډون کړی و.

دې غونډه کې له طالبانو وغوښتل شول چې د سولې خبرو لپاره له هر ډول لومړنیو شرطونو تېر شي.

د سولې عالي شورا غړي قاضي حبیب‎الله پوځي چې د دې شورا په استازیتوب يې خبرې کولې وویل چې حکومت هم د سولې خبرو لپاره هېڅ ډول پېش شرطونه نه‎لري.

کندهار کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه
کندهار کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه

دی وايي:

"د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره هېڅ پېش شرط نه‎لري، بلکې بېله کوم قېد او شرط څخه د طالبانو سره مذاکرات پیل کړي او همدا شان توقع لري چې طالبان هم کوم شرط وړاندې نه‎کړي."

په ورته وخت کې د غونډې نورو برخه‎والو د ملي یووالي له حکومت څخه د ملاتړ د ټينګار تر څنګ یو شمېر ګاونډي هېوادونه په دې تورن کړل چې غواړي د ځينو کړیو په مټ د حکومت لاسته راوړنې پیکه کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د یوه پريکړه‎ليک په خپرولو سره له طالب وسله‎والو غوښتنه وشوه چې د سولې لپاره د دوی په خوښه هر ډول مېکانېزم ته چمتو دي او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره ټولې لارې پرانېستې پرېښې دي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG