پاکستان په وروستیو کلونو کې په دې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو غیر حکومتي ادارو پر ضد دریځ سخت کړی او ځینې له دې ادارو څخهیې تورنې کړي دي چې د خپل کار تر چتر لاندې جاسوسي کوي.
د جنورۍ په میاشت کې پاکستان لسګونه هغو مرستندویه ډلو ته چې د ښځو سره په تړلو مسئلو یې کار کاوه امر وکړ چې خپل فعالیتونه ودروي.
د روېټرز خبري اژانس د پاکستان د بشري مرستو د فورم چې د ۶۳ نړیوالو مرستندویه بنسټونو نمایندګي کوي، د یو استازي له خولې وايي، د کورنیو چارو وزارت د دوی ۱۰ غړو بنسټونو ته د دوی د فعالیتونو د لغوه کېدو لیکونه استولي دي.
دې فورم دا ۱۰ مرستندویه ادارې چې پاکستانیې راجسټر کول رد کړي نهدي په ګوته کړي، خو د پرانیستې ټولنې د بنسټ "Open Society Foundation" د پاکستان څانګې او اکشن اېډ مرستندویه ادارو ویلي، ورته ویل شوي چې خپل کارونه بند کړي.
په پاکسان کې د پرانیستې ټولنې دفتر مشرې سبا خټک په یوه بیان کې ویلي:
"هغه څه چې پېښ شول موږ یې مأیوسه او حیران کړي یوو او په دې اړه د ژر تر ژره وضاحت غوښتنه کوو."
دې ډلې له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې په پاکستان کې ۳۷ میلیونه ډالر د بشري مرستو په برخو کې لګولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه تبصره نهده کړې، خو یوې مرستندویه ادارې تهیې په استولي لیک کې چې روېټرز خبري اژانسیې یوه کاپي کتلې لیکلي چې په ۶۰ ورځو کې دې خپل فعالیتونه بند کړي.
په لیک کې د دې پرېکړې د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.
په پاکستان کې د اکشن اېډ د مرستندویه ادارې مشر افتخار نظامي هم په یوه بیان کې ویلي:
"د بهرنیو مرستندویه ادارو د ثبت په اوږده پروسه کې دوی ټول غوښتي اسناد او معلومات ورکړي او ډاډمن دي چې ټول ضروري اصول او مقررې یې پوره کړې دي."
په همدې کال کې د پاکستان حکومت د بېسرحده ډاکترانو طبي مرستندویه ادارې ته امر وکړ چې په قبایلي سیمو کې خپل درې تأسیسات وتړي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال په پاکستان کې د "سېف د چلډرن" مرستندویه اداره تورنه شوه چې د هغه پاکستاني ډاکتر سره تړاو لري چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې "سي. ای. اې" سره مرسته کړې وه.
دا مرستندویه اداره چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، له یاد پاکستاني ډاکتر او "سي. ای. اې" سرهیې هر ډول اړیکې رد کړې دي.