په یمن کې د شیعه حوثي ملېشه ځواکونو مشر عبدالملک حوثي وايي، وسلهوالو يې د هغه هېواد پخوانی جمهور رئیس علي عبدالله صالح د "خیانت" له امله وژلی دی.
عبدالملک حوثي پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» په ټلوېزیوني وینا کې څرګنده کړه چې د علي عبدالله صالح وژل د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ته چې په یمن کې د حوثیانو پر ضد جنګېږي "تاریخي شکست" دی.
عبدالملک حوثي وايي:
"دا د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو جنګ دی. هغه جنګ چې په صنعا کې د صالح له ملېشه ډلو کار اخیستل کېدو، دا واضح ده چې د اماراتو او سعودي جګړه وه. دې تېري کوونکو او حتی صالح دا خبر نهو رد کړی."
حوثي پرون دا هم وویل چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له ګوند "د خلکو عمومي کانګرس" سره دښمني نهلري.
له بله پلوه، د یمن تښتېدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي چې په سعودي عربستان کې اوسي، پرون د علي عبدالله صالح د وژل کېدو له امله یمنیانو ته تسلیت وویل، هادي پر یمنیانو غږ وکړ چې پاڅون وکړي او د هغه په وینا، یمن له ترورېستانو خلاص کړي.
د صالح وژل د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ته چې په یمن کې د حوثیانو پر ضد جنګېږي "تاریخي شکست" دی.
عبدربه منصور هادي وویل:
"زه د یمن په ټولو ولایتونو کې چې د ترورېستو ملېشو او مجرمینو تر لاس لاندې دي، له خلکو غواړم چې پاڅونونه وکړي، مقاومت وکړي او هغوی رد کړي."
"المسیره" ټلوېزيون چې د یمن د شیعه حوثیانو ملېشه ډلهیې چلوي، پرون له لبنانه په خپرونو کې وویل:
"د حوثي ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کوي چې هغه بحران چې د یوه خاین ملېشه له لوري پېل شوی و پای ته ورسېد، د مقاومت ځایونهیې ونیول شول، د صنعا شااوخوا سیمو او نورو ولایتونو کې نظم ټینګ شو او د خیانت مشر او د هغه یو شمېر وفاداران ووژل شول."
د یمن رسنيو د علي عبدالله صالح د ګوند د یو شمېر غړو په حواله تائيد کړې چې هغه وژل شوی دی.
همداراز په هغو تصویرونو او وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، یو جسد لیدل کېږي چې علي صالح ته ورته دی، یو شمېر خلکیې لېږدوي او د "الله اکبر" نارې وهي.
د علي عبدالله صالح پلویانو تر څو ورځو مخکې هم د یمن د برحاله ولسمشر عبدربه منصور هادي پر ضد د حوثیانو په ملاتړ په جګړه کې ګډون درلود.
خو صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» په یوه مرکه کې ویلي و چې که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر یمن حملې بندې کړي او له محاصرې به لاس واخلي، په اړیکو کې بهیې "نوی فصل" پیل شي.
تښتېدلي ولسمشر د صالح د دې وړاندیز هرکلی کړی و، خو د حوثیانو ډلې پر هغه تور پورې کړی و چې د "کودتا" پلانیې درلود.
صالح ۷۵ کلن و.
هغه تقریباً درې لسیزې پر یمن حکومت کړی و او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د خلکو د پاڅون له امله له واکه لیرې شو.