د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۷

په یمن کې حوثي یاغیان ادعا کوي چې پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح‌یې وژلی


په یمن کې د حکومت ضد حوثي یاغیان ادعا کوي چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح‌یې وژلی دی.

علي عبدالله صالح چې د څه باندې درېیو لسیزو لپاره‌یې د یمن ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او د دې هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې یې مهم رول لاره، د راپورونو له مخې، د حوثي یاغیانو له‌خوا وژل شوی دی.

د حوثي یاغیانو اړوند مسیره ټلوېزیون د صالح مړینې ته د اشارې په ترڅ کې نن دوشنبه اعلان وکړ چې «د یمن د خاینانو مشر» وژل شوی دی.

د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح
د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح

صالح له همدې ډلې سره تر تېرې اوونۍ پورې په ائتلاف کې شامل و.

دې ټلوېزیون نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو هغه حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی او علي عبدالله صالح‌یې پر ضد وسله‌واله مبارزه کوله، هم د پخواني ولسمشر وژل کېدل تائید کړي دي.

د حکومت یوه چارواکي چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي، هغه وېډیو اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته استولې چې یو شمېر کسان په‌کې یو مړی چې ظاهراً د صالح دی، لېږدوي او د الله اکبر نارې وهي.

د دې وېډیو اصليت او مؤثق‌والی تر اوسه نه‌دی تائید شوی.

علي عبدالله صالح په ۲۰۱۱ میالدي کال کې وروسته له دې چې په تقریباً ټولو عربي هېوادونو کې ولسي پاڅونونه پیل شول، د خپلې دندې پرېښودو ته اړ شو، خو په هېواد کې پاتې شو او پر جریانونو یې د پردې شاته مهم اغېز درلود.

په ۲۰۱۴ کال کې صالح ته وفادار ځواکونو له حوثي یاغیانو سره د حکومت پر ضد لاس یو کړ، خو دا دوه ډلې وروسته په خپلمنځي اختلافونو کې ښکېل شوې او د درنو جګړو په دوام تېره اوونۍ سره جلا شوې.

د دوی د یووالي له ماتېدو سره سم د سعودي په مشرۍ ائتلاف د صالح په پلوۍ د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بمبارۍ زیاتې کړې.

دا نښتې پرون یکشنبه هم روانې وې او تېره شپه په داسې حال کې چې له یوې خوا په صنعا کې بمبارۍ روانې وې او له بلې خوا د حوثي یاغیانو او صالح ته د پلوي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې، ډېری خلکو شپه د کورونو په تاکاویو کې سهار کړه.

ایران پلویو حوثي یاغیانو او نورو هغو ډلو چې له صالح سره‌یې لاس یو کړی و، په ۲۰۱۴ کال کې پر پلازمېنه صنعا ولکه ټینګه کړه، خو حوثیانو د صنعا په شمال او صالح ته وفادارو ځواکونو په جنوب کې ځای ونیوه، ځکه نو جګړې د ښار په سیاسي حوزه کې چې د وزیرانو کورونه او سفارتونه په‌کې دي، متمرکزې شوې.

XS
SM
MD
LG