د هلمند ولایت د لښکرګاه په ځنګل کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي.
د هلمند چارواکي وايي، د دې پروژو تر تطبیق وروسته به دغه ځنګل نوی رنګ واخلي او د تفرېح لپاره به لا ډېر سهولتونه رامنځته شي.
د ځنګل ساتونکي او د لښکرګاه اوسېدونکي د زراعت د ریاست لهخوا د دغه ځنګل د رغونې او ساتنې د کار ستاینه کوي.
بشپړ راپور یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې: