د هلمند ولایت مقام د مرستیال او استېناف څارنوال پر ضد د روانو اعتراضونو ۱۶ مې ورځې پوره شوې.
اعتراض کوونکو چې د ولایت مخې ته خېمه وهلې ده وایي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې یاد دوه کسان له دندو نه وي ګوښه شوي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزی د سې شنبې په ورځ لښکرګاه ته تللی دی چې د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ روان مشکل ته د پای ټکی کېږدي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د اعتراض کوونکو خیمې ته ورغلی او په دې اړه یې دغه راپور چمتو کړی دی: