د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۵

شاهد خاقان عباسي: امریکا پاکستان ته د مطلوبو سخت‌دریځو فهرست نه‌دی ورکړی


د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي هغه راپورونه رد کړي چې وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته د ۷۵ مطلوبو سخت‌دریځو فهرست ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر رکس ټېلرسن د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه په یوه لنډ سفر پاکستان ته لاړ او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې په دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

د ټېلرسن تر سفر وروسته په رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پاکستان مشرانو جرګې ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال دوی ته د حقاني شبکې په ګډون د ۷۵ سخت‌دریځو فهرست ورکړی دی.

خو د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي بیا تېره ورځ له یوه پاکستاني شخصي خبري ټلوېزیون "۲۴" سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، اسلام‌اباد کې یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال د کوم فهرست په اړه خبرې نه‌دي شوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

نوموړی په دې اړه وايي:

"په دغه ملاقات کې د ۷۵ کسانو د لېست خبره نه‌ده شوې او موږ ته کوم فهرست نه‌دی راکړل شوی. دا خبره په ورځپاڼو کې هم راغلې وه، خو زما خیال نه‌دی چې داسې خبره دې وي."

ښاغلي شاهد خاقان عباسي همدا شان وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره‌یې په لیدنه کې هغه ته ویلي دي، د ترهګرۍ پر ضد جنګ د پاکستان خپل جنګ دی او په دې لړ کې هر راز همکارۍ ته تیار دی.

دی وايي:

"که هغوی «امریکا» ته معلومات وي او داسې ځایونه ورته معلوم وي چې هلته وسله‌وال یا د هغوی پټن‌ځایونه موجود وي نو موږ ته دې معلومات راکړي، موږ به‌یې پر ضد عملیات وکړو، ځکه چې دا زموږ خپل جنګ دی."

د ترهګرۍ پر ضد جنګ د پاکستان خپل جنګ دی.

د پاکستان صدراعظم په دغې مرکه کې د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او دغه‌راز د دې مسئلې د پوځي حل‌لارې پر ځای یې پر سیاسي حل‌لارې ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه چې پاکستان په دې لړ کې د خپلې برخې همکارۍ ته تیار دی.

ښاغلی عباسي وايي:

"د افغانستان مسئله په جنګ نه‌حلېږي، دا مسئله یوازې افغانان په خپل‌منځي ناسته حلولای شي او په دې لړ کې چې موږ کومه مرسته کولای شو، نو هغه ته تیار یو."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر پاکستان وروسته د هند سفر هم وکړ او هلته‌یې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان ته‌یې واضحه ویلي چې پر خپله خاوره دې د وسله‌والو پر ضد اقدامات وکړي او پټن‌ځایونه دې یې ختم کړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG