د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

صدیقي: د پاکستان ولس دې د اصلاح په هدف د پاکستان پر حکومت فشار زیات کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي وايي چې د پاکستان ولس باید د هغه هېواد پر حکومت د خپلو سیاستونو د اصلاح په هدف فشارونه زیات کړي.

پر پاکستان د ورستیو نړیوالو فشارونه سره سم په کور دننه هم د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو د اصلاح او بدلون په هدف، فشارونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي هیله من دی چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو پر وړاندې به، د دغه هېواد د ولس فشارونه نور هم زیات شي.

ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پرپاکستان د نړیوالو فشارونو سربېره په کور دننه د ولس او اغېزمنو کړیو فشارونه به د دې لامل شي چې دغه هېواد له خپلو ناسمو سیاستونو لاس واخلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلی صدیقي وایي:

"دغه خبرې او انتقادونه چې د پاکستان د پارلمان غړي که هغه له ولسي جرګې او یاهم مشرانو جرګې څخه دي، کوي یې او دا انتقادونه به لاپسې زیاتېږي، دا په دې معنا دي چې هغوی اوس په دې مسئلې پوه شوي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنې د پاکستان ولس ته څومره لوړې تمامې شوي او باید نور یې مخنیوی وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان د یوه مخکښ ګوند غړي او پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي چې پاکستان د افغانستان د امنیت او سولې لپاره هر څه کولای شي، خو اراده یې نه لري.

د ښاغلي خټک په خبره، تر هغې چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي او د افغان سولې لپاره قوي اراده پیدا نه کړي، جګړې او ترهګري به دوام مومي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پارلمان یوه بل غړي عثمان کاکړ هم ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له مداخلې د لاس اخېستلو اراده نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم اسلام اباد ته له سفر وروسته دا ویلي چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې په شرطونو ولاړې دي او دغه هېواد باید د ترهګریزو ځالو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان له دې ډلې مشتاق رحیم وايي، که څه هم د پاکستان پوځ ټولواک دی او د چا خبرو ته غوږ نه ږدي، خو په خبره یې چې کورني فشارونه هم بې ګټې نه دي.

ښاغلي رحیم زیاته کړه:

"ستونزه دا ده چې د پاکستان پوځ هماغه پالیسي مخ ته وړي، کومه یې چې خوښه وي او د پوځیانو په ستراتیژیو باندې د ملکي سیاستوالو اغېز په نشت حساب دی."

د ښاغلي رحیم په خبره، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له پاکستان سره پرمتقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې غوښتي، خو په خبره یې چې پاکستان په دې برخه کې رښتينی نه دی پاتې شوی.

خو د نوموړي په خبره، د پاکستان پرحکومت د پاکستاني ولس او نړیوالو همهاله فشار ښايي، په اوږد مهالي کې د دې زمینه برابره کړي چې د پاکستان پوځي حکومت د افغانستان او سیمې په اړه، په خپلو سیاستونو کې ژور بدلون رامنځته کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG