ترکیه وايي، د عراق کردانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې په باب غلطه محاسبه کړې وه.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، د عراق د کرستان سیمې مشرانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې په باب ناسمه محاسبه کړې وه او په دې برخه کې يې د ترکيې سپارښتنې له پامه وغورځولې.
ترکیه چې د عراق له کرد مشرانو سره ښې اړیکې لري په کردستان سیمه کې يې د ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی و.
په انقره کې د چهار شنبې په ورځ له خپل پورتګالي سیال سره په یوه خبري کانفرانس کې چاووش اوغلو وویل کرد مشرانو فکر کړی و چې د دې ټولپوښتنې په کولو سره به نور څه هم ترلاسه کړي خو داسې ونشول.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وویل د عراق کرد مشرانو داسې ګمان کوه چې په ټولپوښتنې سره به کردان یو موټي کړي، خو د ښاغلي اوغلو په وینا دې پروسې له بده مرغه د عراق کردان ووېشل او د ګډوډۍ او سوتفاهم فضا يې رامنځته کړه.
اسوشېټېډ پرېس وايي، ټولپوښتنې د عراق د کردستان سیمې مشر مسعود بارزاني له ستونزې سره مخ کړ او اوس له ده پوښتنه کېږي چې ایا دا پروسه د کردانو له لاسه د کرکوک ښار په وتلو ارزېده؟
د عراق صدراعظم له کُردي مشرانو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې
بل لورته د عراق د کردستان سیمې د انتخاباتو کمېسیون اعلان کړی دی چې په کرکوک کې د تازه تحولاتو له امله د سیمې د مشر مسعود بارزاني د پوسټ او کرد پارلمان لپاره ټاکل شوي انتخابات تر نا معلومې نېټې ځنډول شوي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عراق په کرکوک ښار کې د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
امریکا د عراقي او کردي سرتېرو ترمنځ د شخړې نه پراخېدو غوښتنه وکړه
ملګرو ملتونو د کرکوک ښار په شخړه کې پر ښکېلو خواو غږ کړی دی چې له زغمه کار واخلي او د عراقیانو ترمنځ د یووالي د ساتلو لپاره ګټور مذاکرات وکړي.
د امنیت نړیوالې شورا د عراق له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ اعلان کړی دی او د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د ماتولو لپاره يې پر روانو هڅو د تمرکز غوښتنه کړې ده.