د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د بهرني سیاست مسوده چېرته ده؟ "د حکومت او ولسي جرګې ضد او نقیضې څرګندونې"


د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي، له بیا بیا غوښتنو سره سره جرګې ته د حکومت له‌خوا د بهرني سیاست د ټاکل شویو اساسي کرښو د تدوین شوې مسودې نه‌لېږل، د پوښتنې وړ ده.

نوموړی وايي، د حکومت له لوري د دغې جرګې پرېکړو، غوښتنو او مشورو ته نه‌پاملرنه به د دې لامل شي چې ولسي جرګه له خپلو قانوني صلاحیتونو استفاده وکړي.

عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل، ولسي جرګې په وار وار له خکومت نه غوښتي چې د بهرني سیاست د اساسي کرښو تدوین شوې مسوده دوی ته ورولېږي، خو په خبره‌یې، حکومت پرې غوږ نه‌ګروي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"له افغان ولسمشر نه د وکیلانو په واسطه د ولس غوښتنه دا ده چې د بهرني سیاست په اړه ټاکل شوې اساسي کرښې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته راولېږي او تل مو پر دې ټینګار کړی، خو د حکومت له‌خوا په دې برخه کې لږ اجراأت هم نه‌دي شوي چې دا مسئله د پوښتنې وړ ده."

ښاغلی ابراهیمي وایي، تمه کېده چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلان سره به د افغانستان په وضعیت کې ښه‌والی راشي، خو داسې ونه‌شو.

ولسي جرګه ټينګار کوي چې حکومت باید د هېوادونو په وړاندې خپلې سیاسي کرښې مشخصې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني شااوخوا دوه کاله وړاندې ویلي و چې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي کرښي د لومړي ځل لپاره تدوین شوي او د تصویب لپاره به ملي شورا ته ولېږل شي.

د بهرنیو چار وزارت وايي، څلور میاشتې کېږي چې دغه مسوده د تصویب لپاره د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته سپارل شوې ده.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني زیاته کړه:

"یو کال وړاندې لېږل شوې وه او د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته وسپارل شوه، خو دغه کمېسیون ځیني ملاحظات پرې درلودل چې د بهرنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د ملاحظاتو په پام کې نیولو سره دغه مسوده تعدیل کړه، څلور میاشتې کېږي چې دغه مسوده یو ځل بیا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته لېږل شوې ده."

اوس پوښتنه دا ده چې که یاده مسوده ولسي جرګې ته رسېدلې نو یادې جرګې ولې په تېرو څلورو میاشتو کې په خپله اجنډا کې نه‌ده شامله کړې؟ او دغه‌شان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې وايي، ولسي جرګې ته‌یې دغه مسوده لېږلې، ولې یې په تېره دغه موده کې د خپلې لېږل شوې مسودې د برخلیک پوښتنه نه‌ده کړې؟

په ورته وخت کې افغانستان په دې وروستیو څو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو سره د همکاریو اوږدمهاله سندونه لاسلیک کړي چې د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې یې مستقیم تأثیر درلود.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان د بهرني سیاسي کرښې یا بهرنۍ پالېسۍ، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې بولي.

خو ټینګار کوي چې لومړی باید کورنی سیاست پياوړی شي.

د نړیوالو چارو د کارپوه انتظار خادم په وینا ځکه د یو هېواد کورنی سیاست پر بهرنۍ پالېسي خورا زیات اغېز لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG