د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزارت ادعا بې‌اساسه وبلله


ولسي جرګه د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې بې بنسټه بولي چې تېر کال یې ولسي جرګې ته د بهرني سیاست د اساسي کرښو د لېږلو په اړه کړي دي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت ټینګار کوي چې د بهرني سیاست اساسي کرښې یې د تصویب لپاره یو کال مخکې ولسي جرګې ته لېږلي، خو د دغې جرګې رئیس له دې خبرې بې خبري ښيي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل له هغې وروسته چې دې جرګې په ۱۳۹۱ کال کې د بهرني سیاست اساسي کرښې رد او د اصلاحاتو لپاره حکومت ته ولېږلې د تصویب لپاره بیا دوی ته نه دي لېږل شوي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست اساسي کرښې چې د ځينو ستونزو له امله د رایو په اکثریت رد شوي وې، حکومت ته بېرته لېږل شوي، خو له هغې وخت څخه بیا حکومت دا توان نه دی تر لاسه کړی چې هغه له سره وګوري، تدوین یې کړي او د تصویب لپاره یې راولېږي."

له دې وړاندې هم د ولسي جرګې غړیو پر حکومت نیوکه کړې چې دغې جرګې ته د بهرني سیاست د اساسي کرښو په سپارلو کې چټک اقدامات نه کوي.

د دې جرګې رئیس له دې وړاندې په یوه عمومي غونډه کې هم له حکومت نه غوښتي چې د بهرني سیاست اساسي کرښې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ولېږي.

و مو غوښتل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نظر ولرو خو بریالي نه شوو.

خو د یاد وزارت د ستراتژیکو اړیکو رئیس فرامرز تمنا بیا د بهرني سیاست اساسي کرښو په اړه وايي:

فرامرز تمنا
فرامرز تمنا

"د ۱۳۹۴ کال د جدي په میاشت کې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي کرښې په ۱۵ مادو کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو کمیسیونونو له خوا تثبیت شوې چې د ملي شورا استازو هم په هغو ناستو کې ګډون درلود، ابتدایي مسوده یې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته ولېږل شوه خو تر اوسه مو د ملي شورا څخه هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی."

ښاغلی تمنا وايي چې د بهرني سیاست اساسي کرښې په سیاسي، امنیتي، حقوقي، اقتصادي پراختیا، علمي، ټکنالوجي او له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې تدوین شوي دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان د بهرني سیاست ځانګړي اساسي کرښې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو لپاره مهمې ګڼي.

له دې کارپوهانو یې حمید عزیزي وايي چې دا کرښې د افغانانو د سوداګرۍ، اقتصاد، سولې او د هېواد د ستراتژیک ځای لپاره مهمې دي.

خو هغه وايي چې د حکومت او ولسي جرګې تر منځ نه همغږي او د ځينو هېوادونو سره د ولسي جرګې د یو شمېر غړو اړیکې د دې سبب شوي چې د هېواد د بهرني سیاست کرښې له داسې برخلیک سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG