د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

اجرائیه رئیس پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره راتلونکې اوونۍ هند ته ځي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس راتلونکې اوونۍ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته ځي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، ښاغلی عبدالله به راتلونکې اوونۍ هند ته د خپل سفر پرمهال د ځینو نورو مهمو مسایلو سربیره، یو شمېر اقتصادي تړونونه هم لاسلیک کړي.

که څه هم ښاغلي فیصل د دغو تړونونو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو وايي هند ته به د ښاغلي عبدالله سفر په اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

" اجراییه رییس د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې په هغه کې به له لسو زیات وزیران هم شامل وي هند ته سفر وکړي، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له موږ سره هم مرسته کوي چې په افغانستان کې خپلې ټاکلې موخه ترلاسه کړو او سم لورې ته قدمونه کیږدو."

هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړي وزیر سره پر کتنې سربیره به نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې له ښاغلي عبدالله سره به په دغه سفر کې له لسو زیات وزیران هم مل وي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې ویلي و چې عبدالله عبدالله به هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د فرصتونو د برابرولو، د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلېز د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، هند کله هم خپلې اقتصادي اړیکې له سیاسي هغو نه دي قرباني کړي، نو پکار ده چې له دغه هېواد سره اړیکې لا پیاوړي شي.

له ډلې یې تاج محمد تلاش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هند چې له افغانستان سره هغه اقتصادي لوبه پیل کړې په دې لوبه کې سیاست نه شاملوي او موږ د سیاسي ګرداب ښکار کېږو نه، بناً دغه لوبه پر اقتصاد باندې ورټوله ده چې دا دواړو هېوادونو ته ډېره ګټه رسولای شي."

د ښاغلي تلاش په خبره دا چې د امریکا متحده ایالتونه هم په افغانستان کې د هند رول ته خوشبینه دي او ملاتړ یې کوي نو ښايي دا مسئله هم، هند لا ډېر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړی وايي په افغانستان کې د هند پانګونه کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې سربېره د سیمې له ثبات سره هم مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG