د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۱

ګلزار عالم: پښتني سیمو کې ترهګرۍ زموږ هنر ته زښت زیات زیانونه واړول

ګلزار عالم، د پښتو موسیقۍ هغه نوم دی چې د لر او بر ټول پښتانه ورسره اشنا دي.

ښاغلی ګلزار عالم پر ۱۹۸۸میلادي کال د پښتو موسیقۍ ډګر ته راوتی او په خبره‌یې تر دې دمه‌یې له ۱۲۰۰ زیات پښتو البمونه ثبت او مارکېټ ته وړاندې کړي دي.

ګلزار عالم د خپل هنري سفر په بهیر کې پر پښتو سربېره په اردو ژبې هم نظمونه او غزلې ویلي چې د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

د ګلزار عالم د نوم په اورېدو د پښتو موسیقۍ او د هغه د مینه‌والو پر ذهنونو سمدستي د هغه په غږ زمزمه شوې د کوزې پښتونخوا د نامتو شاعر رحمت شاه ساېل هغه انقلابي نظم:

"راواخلئ بیا د انقلاب سره مشالونه ګلالو زلمو--دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب"

انځورېږي چې ښاغلي عالم کلونه وړاندې د ضیاءالحق د پوځي دکتاتورۍ پر مهال هغه وخت ویلی و چې پښتانه له سخت اختناق او قیوداتو سره مخ وو.

د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له ګلزار عالم سره د هغه پر هنري ژوند، د دغه انقلابي نظم د ویلو پر پس منظر او د پښتو موسیقۍ د روان بهیر په ګډون په یو شمېر هنري مسایلو هر اړخیزه مرکه کړې چې په یوه سندره پیلېږي او تاسو یې اورېدو ته رابولو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:17:15 0:00
مستقیم لېنک

مرکه: ذبیح مومند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG