د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

ټېلرسن: پاکستان دې عمل کې بدلون راولي، موږ تیار یو چې مرسته وکړو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې د یوې موافقې لپاره هڅې پېل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون سې شنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، جګړه هېڅ لوری تر هېڅ ځایه نه‎شي رسولای.

هغه خبریالانو ته وویل چې پاکستان د مذاکرو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې مهم رول ادا کولای شي.

ټېلرسن ویلي، سره له دې چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې د روغې لپاره د زمينې په برابرولو کې همکاري وکړي، اساسي مسؤلیت د افغانستان د حکومت او طالبانو پر غاړه دی چې باید سره کېني او مسئله حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ټېلرسن وویل:

"موږ به د نورو خواوو د هڅولو لپاره هلته یو، خو دا د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر استازو اړه لري چې په خپلو کې د روغې جوړې پر داسې پروسه کار وکړي چې د هغوی غوښتنې ترسره کړي او د امریکا د خلکو هدف هم ترلاسه کړي چې امنیت دی، داسې افغانستان چې په هېڅ برخه کې یې تروریستان فعالیت ونه‎لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کلونو کې د خپل هېواد او پاکستان ترمنځ د کمزوري اعتماد یادونه وکړه او ویې‌ویل چې امریکا په وروستیو کلونو کې ولیدل چې ترورېستي سازمانونه په پاکستان کې خوندي ځالې لري چې پر امریکايي ځواکونو او مأمورینو د حملو پلانونه جوړوي، حملې پرې کوي او په افغانستان کې د سولې د ټېنګښت هڅو ته خنډ پېښوي.

ټېلرسن زیاته کړه:

"پاکستان باید په خپل عمل کې بدلون راولي او موږ تیار یو چې مرسته وکړو څو له هغو ترورېستي سازمانونو د ځان دفاع او ساتنه وکړي. موږ به د دې کار له پایلو سره د پاکستان لپاره خپل ملاتړ او روابط مشروط کړو."

په دې اړه په واشنګټن کې د وودرو وېلسون څېړنیز مرکز د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو څارونکي مایکل کوګلمن اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته په یوه اېمېل کې ویلي چې پر پاکستان د امریکا د نفوذ په اړه مبالغه کېږي.

د کوګلمن په وینا، پر دې د باور لپاره کافي دلایل نه‌شته چې پاکستان به خپل دریځ او کړه وړه بدل کړي.

کوګلمن اسوشیټېډ پرس ته لیکلي:

"پاکستان د طالبانو په څېر د وسله‎والو ډلو په ملاتړ کې ژورې ستراتېژیکې ګټې لري ځکه هغوی مرسته ورسره کوي چې د پاکستان دښمن، هند په افغانستان کې څنډې ته وساتي."

د امریکا متحده ایالاتو په مکرر ډول پر پاکستان نيوکه کړې چې ترورېستي ډلو ته‌یې پناه ځایونه ورکړي او د کانګرس دواړو، جمهوري غوښتونکي او ډموکرات ګوند د دې مسئلې د رابرسېره کولو هڅې کړې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون په اسلام‌اباد کې د امریکا له سفیر سره وکتل او هغه ته‌یې ډاډ ورکړ چې حکومت‌يې په افغانستان کې د دوامداره سولې پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG