کابل، ناټو او یو شمېر لویدیځو هېوادو په افغانستان کې د امریکا د متحد ایالتونو د نوې ستراتیژي ملاتړ کړی دی.
په دې ستراتیژي کې پاکستان د ترهګرو پناه ځای بلل شوی دی.
کابل وایي، څه ته چې موږ انتظار کاوه، واشنګټن هغسې ستراتیژي اعلان کړه.
په دې اړه احمد شیبر د سیاسي چارو له کتونکي مشتاق رحیم سره مرکه کړې او لومړي سر کې یې دا پوښتنه ترې کړې ده چې د کابل کومې غوښتنې په ستراتیژي کې ځای شوې دي؟
ښاغلي رحیم په ځواب کې وویل: