په سعودي عربستان کې د هغو ۶ کسانو سرونه پرې شول چې د دوی په خبره د نشهيي موادو په قاچاق او د خلکو په وژنو کې ککړ و.
د سعودي عرستان دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د داخله چارو د وزارت د چارواکو په حواله ویلي، په هغو کسانو کې چې سرونهیې قلم شوي، ۱ پاکستانی او ۵ نور يې د سعودي عربستان ځايي اوسېدونکي و چې په دغه هېواد کې یې په بېلابېلو غیر قانوني کړنو کې لاس لاره.
دا په روان کال کې لومړی ځل دی چې سعودي چارواکو په یوه ورځ په مجموعي ټوګه د ټولو ۶ کسانو سرونه پرې کړي چې ورسره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سعودي عربستان د حکومت لهخوا په دې ډول جرمونو کې د سزا شویو کسانو شمېر ۴۴ ته پورته شوی.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو د پاکستاني وګړي سر په دې هېواد کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور قلم کړی او ۵ سعودیانو تهیې د خلکو په وژنه کې د لاس لرلو له امله دغه سزا ورکړې ده.
سعودي حکومت په دغه هېواد کې د نشهيي موادو د قاچاق، ترهګرۍ، انسان تښتوونې، زنا، غلا او یو شمېر نورو غیر قانوني کړنو لپاره د نړۍ تر ټولو سخته سزا لري چې له مخې یې هر کال لسګونه کسان په یادو جرمونو کې د لاس لرو له امله د حکومت لهخوا وژل کېږي.
تر دې مخکې سعودي عربستان د روان کال د مارچ په ۲۳مه نېټه او د اپرېل په ۹مه نېټه د ۳ هغو پاکستانیانو سرونه قلم کړي و چې دغه هېواد ته د نشهيي موادو په قاچاق کې نیول شوي و.
د سعودي چارواکي هر کال د نشهيي موادو د قاچاق په ګډون په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو له امله د لسګونه کسانو سرونه پرې کوي چې په دوی کې د سعودي پر ځايي وګړو سربېره ګڼ شمېر پاکستانیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وګړي هم شامل وي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ۱۵۳ کسانو سرونه پرې کړي و چې په نشهيي موادو د قاچاق په ګډون پرې په بېلابېلو غیر قانوني کړنو کې لاس لرل جوت شوي و چې دغه شمېر د بخښنې د نړېوال سازمان "امنسټي انټرنشنل" لهخوا هم تائيد شوی و.
د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړېوال سازمان په پرلهپسې توګه په سعودي عربستان کې د حکومت لهخوا په جرمونو کې د ککړو کسانو سرونه پرې کول غندي.
راپور: ذبیح مومند