د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

په مري کې د مسافرو لفټ غورځېدو پېښې ۱۲ کسان وژلي


د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نېږدې د مري په سیاحتي سیمه کې د یوه لفټ د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او یو ټپي شوی دی.

په مري کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې چارواکو رسنیو ته وویل چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د مري په چهره پاني سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې کله د هغه مسافر وړونکي لفټ اوسپنیز پړی چې مري له خیبر پښتونخوا صوبې سره نښلوي،وشلېد او ژورې کندې ته ولوېده.

په مري کې د یوې ژغورونکې ادارې چارواکي محمد فاروق هم له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړي او ويلي يې دي چې په دغه لفټ کې ټول ۱۳ کسان سپاره و او زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکو به دغه لفټ له یوې سیمې څخه بلې ته د ژررسېدو لپاره کاراوه.

په مري کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې چارواکي وايي چې د سختو لوړو ژورو لارو له امله په سیمه کې ژغورونکي عملیات له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ادارې یوه چارواکي د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

"موږه په سمدستي توګه د پېښې ټپیان روغتون ته ولېږدول او بیا وروسته چې مو نور وساېل د پېښې ځای ته راورسېدل نو مړي مو راووېستل او کورنیو ته مو وسپارل."

نوموړي همداشان په دغه پېښه کې د ټپي شوي تن روغتیايي حالت هم نازک وباله او د مړو د شمېر د پورته کېدو وېره یې وښوده.

د راپورونو له مخې، د دغه پېښې په وژل شویو ۱۲ کسانو کې ۴ د یوې کورنۍ غړي دي.

د مري په ګډون د پاکستان په ګڼ شمېر غرنیو سیمو کې ځايي خلکو په خپله د اوسپنیزو پړو په مرسته ډېری داسې لفټونه جوړ کړي، چې د پُلونه په څېر کاريږي او خلک يې د لرې لارو د سورلۍ او له سیندونو و ژورو کندو څخه د پورې وتلو لپاره کاروي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم په غرنیو سیمو کې د لفټونو او پر سیندونو د خلکو له خوا د جوړو شویو جالو د غورځېدو ډېرې پېښې رامنځته شوي او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG