د روغتیا نړیوال سازمان په یمن او سوډان کې د شدید اسهال او د کولرا د وبا د امکان له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا سازمان وايي، د سوډان حکومت رسماً د کولرا د وبا خبرداری نهدی خپور کړی، خو په خلکو کې د شدید اسهال د خپرېدو له املهیې اندېښنه څرګنده کړې ده.
په سوډان کې د امریکا سفارت د جون میاشتې په لومړۍ نېټه وویل چې هلته د کولرا د خپرېدو راپورونه تائید شوي دي.
د امریکا سفارت ویلي و چې د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ځینو برخو کې د کولرا د تائید تر څنګ، د یو شمېر کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی و.
له تېر دوبي راهیسې په سوډان کې د شدید اسهال له امله، نېږدې شل زره تنه په روغتونونو کې بستر شوي او د ۳۵۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي:
"په سودان کې له جون تر اګسته د بارانونو موسم دی او که دې وضعیت ته پر وخت پاملرنه ونهشي، ښايي حالات لاخراب شي."
ملګرو ملتونو او د روغتیا یو شمېر نړیوالو ادارو په یمن کې هم د کولرا د وبا خبرداری ورکړی دی.
هلته د کولرا د مخنیوي لپاره دوه میاشتې مخکې یو کمپاین پیل شو، ملګري ملتونه وايي چې مرستندویه ډلې له ستونزو سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وايي چې په سوډان کې د کولرا د مخنیوي لپاره خلکو ته د معلوماتو ورکولو کمپاینونه چلوي، د روغتیايي موادو د وېش لړۍ یې پېل کړې او روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي، خو په یمن کې چې جګړه روانه ده، دا کار ګران دی.
په همدې حال کې، د مصر حکومت پرون چهارشنبه خبر ورکړ چې په خپلو ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې یې د هغو مسافرو لپاره چې له سوډان او یمنه ورځي، د ځانګړې معاینې دفترونه پرانیستي دي.
د مصر حکومت وېره لري چې له سوډان او یمنه ورتلونکي مسافر ښايي هلته هم د کولرا د خپرېدو سبب شي.