د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۸

تیرکال پاکستان کې شري له ۳۰۰زیات ماشومان مړه کړي

پاکستاني چارواکي وايي، په تیرو درېیو کلونو کې د پرله پسې سیلاوونو په نتیجه کې د شرې ناروغۍ زیاته شوې او پروسږکال په دغه هېواد کې له 300 څخه زیات ماشومان د شري ناروغۍ له کبله مړه شول. اوس حکومت د شري د ناروغي پرضد د واکسین کولو نوی کمپاین پيل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړېوال سازمان وویل، تیرکال په پاکستان کې 306 کوچنیان چې سخت د شري په ناروغي اخته وو مړه شول.

په مړو شوېو کوچنیانو کې 210 د سند په ایالت کې مړه شول. د سند ایالت په تیرو درېیو کلونو کې د سیلاوونو له کبله تر بل هر ځای سخت اغیزمن شوی دی.

ډبلیو هیچ او، یا د ملګرو ملتونو د روغتیا نړېوال سازمان وویل، په 2011 میلادي کال په پاکستان کې 64 ماشومان د شري په ناروغي کې چې 28 یې د سند د ایالت وو له نړۍ سترګې پټې کړي.

د دې سازمان ویانده(مریم یونس ) وايي، ډیری کوچنیان د شري د ناروغي وروسته د ور پاتو اثراتو له کبله، لکه سینه و بغل، اسهال څخه فوت وکړ.

میرمن یونس وايي، پرګڼ شمېرماشومانو چې د شري د ناروغۍ شک ورباندې کېده، د سند په هغو ولسوالیو کې مړه شول، چې د سیلاوونو له کبله ډيرې متاثره شوي دي.

د سند په ایالت کې اته ولسوالۍ دي، چې د شري ناروغي په کې ډيره وه، د دې دلیل دا دی چې په دغو ولسوالیو کې ډير ماشومان چې د شري په ناروغي اخته شوي وو، عمرونه یې د نهو میاشتو څخه کم و.

کوچنیانو ته د واکسین لګول، له نهو میاشتو څخه پیلیږي، له بده مرغه ګڼ شمېرماشومان چې د شري له ناروغي مړه سوي دي هغوي ته واکېسن نه وو، لګول شوی ځکه چې د نهو میاشتو کم عمره ماشومان نه واکسین کېږي.

په سیلاوونو کې د خلکو بې ځایه کېدل او د خوراکي موادو کمښت د ماشومانو په مړیني کې لوی رول درلود.

د واکسین کولو کمپاین دوام درلود، خو د سیلاوونو له کبله د ګڼ شمېرکورنیو بې ځایه کېدل او د دوامداري خوارځواکۍ یا سوء تغذیې له امله ماشومان مخکې له دې، چې واکسین شي د شري په ناورغي اخته شول او له بده مرغه ګڼ شمیر مړه شول.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان یا ( ډبلیو هیچ او) هم دا خبره تائیدوي او وايي، تحقیقاتو ښودلې چې د سند په ایالت کې د ډيرو ماشومانو د مړیني لامل خوارځواکي یا سوء تغذیه وه.

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي، د سند په ایالت کې له نیمايي څخه زیات ماشومان په تیرو درېیو میاشتو کې مړه شوي دي.

یوازې تیره میاشت 50 ماشومان د شري له ناروغۍ ژوند د لاسه ورکړ.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د نړېوالې روغتیا سازمان د دفتر ویاند مریم یونس وايي، اوس حکومت د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره هر ډول هلې ځلي پيل کړي دي.

بلې خواته ، حکومت د شري د نارغي د کنټرول لپاره خپلې ټولې هلې ځلي کوي او په دې لړ کې په پاکستان کې د نړېوال روغتیايي سازمام سره په همانګي د سند په هغو اتو ولسوالیو کې چې ډيري متاثرې شوي دي د واکسینشن لوی کمپاين پیل کړی دی.

مریم یونس زیاته کړه، د نهو میاشتو څخه ترلس کلونو ماشومان به واکسین کړل شي او هغوي ته به د ویټامین اې ګولۍ هم ورکړل شي.

د سند ایالت د روغتیا اداره به د واکسین کولو دغه کمپاین له نژدې څاري، څو هیڅ یو ماشوم چې عمر يې له اتو میاشتو اووښتي وي له واکېسن کولو بې برخي نه شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG