د راپورونو له مخې په پاکستان کې د تېلو د یوه ټانکر د سوځېدو د پېښې د یوشمېر ټپيانو حالت نازک دی.
د پاکستان په پنځم لوی ښار ملتان کې، لسګونه کسان پرون په داسې حال کې مړه او ټپیان شول چې له یوه چپه شوي ټانکر څخه د تېلو د ایستلو هڅه یې کوله.
د راپورونو له مخې نېږدې یونیم سل کسان وروسته له هغه مړه شول چې د ملتان ښار د جنوب لوېدیځ په سل کېلومترۍ کې د ډریور له ادارې وتلي ټانکر اور واخیست.
یوه سیمه ییز چارواکي محمدسلیم افضل خبریالانو ته وویل چې د ټانکر له اوښتو وروسته پولیسو غوښتل چې ساحه کلابنده کړي، خو د سیمې اوسېدونکو ونه منله او له ټانکر څخه د تېلو د ایستو لپاره نېږدې ورغلل چې ناڅاپه ټانکر وچاودېد.
عیني شاهدان وايي، د ټانکر له اوښتو او له هغه څخه د تېلو له راوتو وروسته یوشمېر کسانو خپلو خپلوانو ته ټلیفونونه وکړل چې په تېلو پسې راشي.
د عیني شاهدانو په وینا له نېږدې کلیو څخه شااوخوا پنځه سوه کسان هلته راټول شوي وو چې ناڅاپه ټانکر اور اوخیست او وچاودېد.
محمدعاصم چې یو خپلوان یې په پېښه کې مړ شوی، د فرانسې خبري اژانس ته خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ:
"هلته ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو، موږ ورته وویل چې له هغه ځایه لیرې شي ځکه ښايي چاودنه وشي، زموږ له کلي څخه هم خلک هلته راورسېدل، د تره لمسی مې هم هلته تللی و، د تره زوی مې بیا په هغه پسې ولاړ خو یو هم راستون نشو."
د پېښې په ځینو خپرو شویو ویډیويي تصویرونو کې یو سوځېدلی ټانکر په داسې حال کې لیدل کېږي چې تور دود ترې اوچتېږي او شااوخوا د زیات شمېر خلکو مړي پراته دي.
د سیمې د روغتیا یوه مسؤل چارواکي ډاکټر محمدباقر ویلي چې په پېښه کې لسګونه کسان سخت سوځېدلي او ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم زیات شي.
د سیمې د پولیسو یوه مقام عبدالمالک ویلي چې داسې بوږنوونکی حالت یې په خپل ټول ژوند کې نه و، لیدلی.
نوموړی زیاتوي چې خلک په اور کې سوځېدل او د مرستې لپاره یې چیغې وهلې.
د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د ټپیانو د انتقال لپاره سیمې ته هیلیکوپټرې واستولې.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د عیني شاهدانو په حواله خبر ورکوي چې یوشمېر کسانو سګرټ څکول او ښايي دا په ټانکر کې د اور لګېدو باعث شوي وي.