په پاکستان کې د ژغورنې عمله وايي، نن سهار وختي د یوه ټانکر له چپه کېدو او اور اخېستو وروسته د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۴۸ تنو پورته شوی دی.
ټانکر د پنجاب ایالت د بهاولپور په احمدیه شرقیه سیمه کې واوښت او وروسته له هغه وچاودېد چې کلیوال د سوري شوي ټانکر راټول شوي و او تیل یې ترې ایستل.
د پنجاب د بهاولپور د پولیسو مشر راجا رفعت مختار وویل، وژل شوي د پيژندلو نه دي.
شپږ اویا تنه نور په پېښه کې ټپیان دي چې روغتونو ته انتقال شوي دي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او صدراعظم نوازشریف د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته د لازمو مرستو په رسېدو ټینګار کړی دی.
پخواني معلومات:
د پاکستان د پنجاب ایالات په بهاولپور کې د تیلو په یوه ټانکر کې اور لګېدنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان د حکومتي رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ سهار د پنجاب ایالات د بهاولپور ښارګوټي په احمد پور شرقیه سیمه کې د تیلو یو ټانکر نسکور شو، خو چې کله ورته خلک د پټرولو وړلو لپاره راغونډ شول، نو په ټانکر کې یوه زوروره چاودنه وشوه او اور یې واخېست.
دغه رسنۍ د بهاولپور د روغتيايي چارواکو په حواله وايي چې په دغه پېښه کې تر دې دمه لږتر لږه ۱۲۰ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي چې په خبره يې د درملنې لپاره یې د بهاولپور او پنجاب ایالات د نورو سیمو بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
چارواکي وايي چې د پېښې په ټپیانو کې ۲۰ ماشومان هم دي او زیاتوي چې د ډېرو ټپیانو د بدن له ۶۰ـ تر ۸۰فیصده برخه سوځېدلې چې له امله یې د ۴۰ ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او ښايي د مړو شمېر پورته شي.
د پاکستان د لویو لارو یا موټروې پولیسو ویاند عمران شاه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ټانکر د اور لمبو تر ۷۵ زیاتې موټرې او موټر سایکلونه هم سوځېدلي دي.
نوموړی همدا شان وايي چې د ټانکر تر نسکورېدو وروسته یې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې ټانکر ته نېزدې ورنه شي، خو په خبره یې چې خلکو د دوی خبرداری په پام کې ونه نیوه چې له امله یې ډېرو خلکو ته مرګژوبله واوښته:
"پولیسو پر لویه لار موټرې، بسونه او ټرکونه نزدې ۳ کیلومیټره لرې ودرولي ول او هغوی ته یې خبرداری ورکړی و چې مخکې ټانکر اوښتی دی، تاسو مخکې مه ځئ، خو پر بیا بیا منع کولو سربېره له نېزدې کلیو خلک د تیلو وړلو لپاره ټانکر ته راغونډ شول چې بیا وروسته په ټانکر کې چاودنه وشوه، اور یې واخېست او ګڼ شمېر خلکو ته یې زیان واړاوه."
د پنجاب صوبې د ۱۱۲۲ ژغورونکې ډلې کارکوونکی او همداشان د پاکستان د پوځ مرستندویه او ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او ژغورونکې علملیات یې پیل کړي دي .
له بلې خوا بیا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په دې اړه په یوې بیان کې ویلي چې د دې هېواد د پوځ مشر په دغه پېښه خواشینې ښودلې او کاږي چې له سیمې څخه یې روغتونونو ته د ټپیان د لېږدولو لپاره ۲ هلیکوپټرې ورلېږلي او په روغتونونو کې یې بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.
په عین حال کې بیا پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف هم په ټانګر کې د اور لګېدنې د نوټس اخېستو ترڅنګ د دغه پېښې د تحقیقاتو امر یې ورکړی دی.
راپور: ذبیح مومند