د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

کوټه کې چاودنې د څلورو پوليسو په شمول ۱۱ تنه و وژل


د روژې د وروستۍ جمعې او د اختر په را نېژدې کېدو سره په کوټه ښار کې کلک امنيت نيول شوي، خو پر دې برسېره نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې په ښار کې يوه زوروره چاودنه وشوه چې ګڼو پوليسو او عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

چاودنه د کوټې ښار پر «ګلشن سړک» د بلوچستان د پوليسو د عمومي مشر دفتر ته په لږ فاصلې سره وشوه چې په څرګنده يې هدف هم پوليسو د عمومي مشر دفتر ښکاري.

د کوټې د پوليسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چې «شهيدانو چوک» ته څېرمه پر «جناح» امنيتي پوسته باندې پوليسو يو موټر د تالاشۍ لپاره و دراوه چې ناببره زوروه چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې پينځه تنه و وژل شول او ۱۵ نور په کې ټپيان شول.

نوموړی وايي:

"يو موټر راغلى چې د پوليسو د عمومي قوماندان د دفتر مخته ولاړو پوليسو درولى، له هغه ځايه د «ميشن سړک» خواته ګرځېدلى هلته د پوليسو بله امنيتي پوسته ده، هغوى ورته د درېدو اشاره کړې هملته چاودنه شوې ده. موږ څارونکې کېمرې ګورو، هلته دوه موټر تباه شوي دي، ګورو چې کومه يوه په چاودنه کې کارول شوې او آيا بريدګر موټر درولى ځینې وتلى دى که نه دى وتلى."

په چاودنه کې ټپي کسان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته يووړل شول چې په هغوى کې د نهه تنو پوليس عسکرو په شمول يوه لس کلنه ماشومه هم شامله ده.

په ټپيانو کې د ځينو حالت مرګونى وو چې د وروستيو مالوماتو په اساس د وژل شويو کسانو شمېر لسو تنو ته رسېدلى چې په هغوى کې څلور پوليس عسکر او اووه تنه عام خلک دي.

پوليس مشر رزاق چيمه وويل چې چاودېدونکي مواد په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، خو دا يې ونه ويل چې آيا دا ځانوژونکى بريد وو که څنګه.

ده وويل، تر اوسه دا هم څرګنده نه ده چې په موټر کې د سپاره کس- چې احتمالاً ځانوژونکى به وو- هدف څوک وو.

د بلوچستان حکومتي وياند انوارالحق کاکړ له رسنيو سره په خبرو کې په دې چاودنه کې سمدستي څوک دخيل ونه بلل، خو تور يې پورې کړ چې هند د پاکستان په ضد له ترهګرۍ څخه د وسيلې په توګه کار اخلي.

انوارالحق کاکړ وويل، بريدکوونکي ښايي غوښتل تر خپل هدفه ځان و رسوي، خو پوليسو يې مخه ونيوله:

"همدا کلک امنيت وو چې اوس هم احتمالاً د زيات تاوان مخه ونيول شوه، دښمن په رواني لحاظ همدا هڅه کوي چې اسانه هدف تر لاسه کړي، هلته چاودنه وکړه او خلکو ته دا احساس ورکړي چې دوى دې جګړې ته د دوام ورکولو وړتيا لري. داسې ښکاري چې دې بريدکوونکي تر خپل هدفه ځان رساوه، خو هدف ته ونه رسېد."

د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې چې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو وسله والې حملې شوې، مسؤليت يې بېلابېلو وسله والو ډلو پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړ ده چې دوې اوونۍ وړاندې هم د کوټې پر سرياب سړک وسله والو درې پوليس په ډزو و وژل چې مسؤليت يې لښکرِجنګوي- العالمي ډلې پر غاړه واخيست.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG