د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

د کرکټ اتلانو جام پاېلوبه او د پاکستانیانو او هندیانو ناندرۍ


ټاکل شوې چې نن یکشنبه به د پاکستان او هندوستان د کرکټ ملي ټیمونه د ۲۰۱۷میلادي کال د ICC اتلانو جام یا چیمپینز ټرافۍ د ګټلو لپاره پاېلوبه کوي.

د کرکټ دغه دواړه رقیب ټیمونه به انګلستان د لندن په اوول میدان کې د دغه جام د سیالیو په پاېلوبه یا فاینل کې سره د مقابلې میدان ته راوتي دي.

دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي، تر دې مخکې دواړه ټیمونه د روانې میاشت په ۴مه نېټه په د همدې جام په یوې لوبې کې سره مخامخ شول چې هندوستان په کې پاکستان ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه.

که له یوې خوا د پاکستان او هندوستان په ګډون په نړۍ کې د کرکټ میلیونونه مینه وال د دغه لوبې لیدلو ته لېواله دي، نو له بلې خوا یې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستانیانو او هندوستانیانو ترمنځ تاوده او په زړه پورې بحثونه او ناندرۍ هم راپارولي دي.

دا ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې د هند د کرکټ پخواني لوبغاړي ورېندر سیهواګ پر خپلې ټویټر پاڼې پاکستان ته په اشاره په طنزیه ډول لیکلي وو:

''لمسیه! نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره اعلی هڅه وه. د کور خبره ده. د پلار پر ورځ له زوی سره سیالي ده. ټوکه جدي مه بولئ.''

​په عین حال کې د هندوستان د نامتو فیلم ستوري رشي کپور هغه ټویټ هم د پاکستانیانو غوسه راپاروله چې نوموړي په کې د ترهګرۍ بندولو خبره کړې وه او لیکلي یې وو:

"لوبه تاسو وګټئ او زر ځله یې وګټئ، خو ترهګري بنده کړئ. زه ماتې منم، خو موږ سوله او مینه غواړو."​

د نامتو فیل مستوري د دغه ټویټ په غبرګون کې بیا ډېری پاکستانیانو لیکلي چې موږ ستا مینه وال وو او لږ تر لږه له تاسو مو د دې خبرې تمه نه وه.

د پاکستان کرکټ ټیم مخکینی کپتان شاهدخان اپریدي بیا د ورېندار سهواک او رشي کپور د ټویټ په غبرګون کې سپورټ د ملتونو د نزدې کولو وسیله بللې او همدا شان یې بې ځایه تبصره کوونکي د سپورټ له جذبې لرې بللي.

له بلې خوا بیا د پاکستان د کرکټ ټیم پخواني کپتان عمران خان پر خپلې ټویټر پاڼې د پاکستان کرکټ ټیم قوت توپ اچونه بللې اوسني کپتان سرفراز احمد ته یې مشوره ورکړې چې د خپل قوت پر مټ لوبه او هڅه دې وکړي چې لومړی توپ وهنه وکړي او هندي ټیم ته یو ښه هدف وټاکي.

نوموړي همدا شان ویلي، که هند لومړی ټوپ وهنه وکړي او پاکستان ته ستر هدف وټاکي، نو دا به د پاکستان ټیم تر فشار لاندې راولي.

پر ټولنیزې رسنۍ د هندوستان د دغو دوو نامتو شخصیتونو تر ټویټ وروسته پاکستانیانو او هندنیانو یو بل ته ډېر څه لیکلي او د تُندو او ترخو جملو تبادله یې کړې او دا ناندرۍ لا هم دوام لري.

دا لومړی ځل دی چې دغه دواړه رقیب ټیمونه د اتلانو جام په پایلوبې کې سره لوبېږي چې له امله یې د رسنیو د راپورونو له مخې په اوول کې د دغه پایلوبې ټکټونه له خپل عادي بې څو چنده لوړ پلورل شوي دي.

د هند او پاکستان د کرکټ ټیمونو کپتانانو ویرات کوهلي او سرفراز احمد تر لوبې یو ورځ مخکې له بېلابېلو رسنیو سره په خپرو کې په پایلوبه کې د ښې لوبې او د اتلانو جام د ګټلو هیله ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ پوهان پاکستان قوت توپ اچوونه او د هندوستان په توپ وهنه بولي او له دواړو رقیبو ټیمونو ترمنځ د ښې، جذباتې او په زړه پورې لوبې کېدو هیله ښيي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG