د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو د جام پایلوبه نن یکشنبه د هند او پاکستان د لوبډلو ترمنځ په لندن کې ترسره کېږي.
پاکستانیان په خورا هیجان دې مسابقې ته انتظار باسي او اټکل کېږي چې تر ۱۰۰ میلیونه زیات کسان به یوازې په دغه هېواد کې دا پایلوبه وویني.
د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو د جام په لومړي پړاو کې هم د هند او پاکستان لوبډلې سره مخامخ شوې وې خو هند په زیات توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.
هند وايي چې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې بدلون نه راوړي.
د کرکټ د اتلانو جام په سیالیو کې چې سږ کال یې بریتانیا کوربنه ده، د نړۍ ۸ غوره ټیمونو برخه لرله.