د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې «اى اېس پي آر» په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې امنيتي ځواکونو يې د مستونګ په يوه غرنۍ سيمه کې د ردالفساد عمليات کړي.
نوموړی وايي، په نتيجه کې يې ۱۲ ترهګر وژل شوي او د وسلهوالو په ځوابي ډزو کې هم پنځه امنيتي سرتېري او دوه نور افسران ټپيان شوي دي چې په هغوى کې د دوو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.
دغه عمليات د شنبې په شپه پيل شوي وو او د يکشنبې تر ورځې يې دوام کړى دى.
د پاکستان د انګليسي ژبې ورځپاڼې ډان پهخپل يوه راپور کې ويلي چې پاکستاني استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي وو چې د مې پر ۲۴مه له کوټې تښتول شوي دوه چينايان چې يوه ښځه يو سړى وو د مستونګ په غرونو کې ساتل شوي دي، ځکه نو امنيتي ځواکونو ورپسې پټ په پټه د پلټنې عمليات پيل کړل او د «کوه ماران» سيمې په غرونو کې د وسلهوالو پر يوه سمڅه پېښ شول چې تر منځيې نښته پيل شوه او په نتيجه کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دې پېښه کې وژل شوي ۱۲ تنه وسلهوال د داعش ډلې غړي بلل شوي او ويل کېږي چې په دوى کې د دې ډلې مهم قوماندانان شامل وو چې د پاکستان له نورو سيمو هلته ورغلي وو او په بلوچستان کې يې د ترورېستي بريدونو لپاره غونډه کوله، خو دا خبره د بلوچستان ايالتي چارواکو نهده تائيد کړې چې ايا وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي وو که څنګه؟
ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ځيني وسلهوال ژوندي هم نيول شوي او وسلې ځینې ترلاسه شوې دي، خو تر اوسه نههم د وژل شويو او نه د ژونديو نيول شويو وسلهوالو نومونه او هويت په ډاګه شوى دى.
که څه هم د بلوچستان چارواکي تر اوسه پورې په دې ايالت کې د داعش وسلهوالې ډلې له فعاليته انکار کوي، خو ځينې سرچيني وايي چې د مستونګ په غرنيو سمڅو کې دا د داعش تر ټولو لوى مرکز وو چې د بلوچستان او سند په شموليې په پنجاب کې هم د دې ډلې فعاليتونه څارل.
په پاکستان کې تر دې وړاندې په تر سره شويو عملياتو کې د دومره زيات شمېر داعش وسلهوالو د وژل کېدو خبر نهدى ورکړل شوى.
د ډان ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي چې امنيتي سرتېرو د عملياتو پر مهال هغه موټر هم تر لاسه کړى چې له کوټې څخه چينايي اتباع پهکې تښتول شوي وو، خو دا تر اوسه څرګنده نهده چې ايا تښتول شوي چينايان له وسلهوالو سره وو او يا د هغوى له منګولو خوشې شوي دي که څنګه؟
بلخوا د بلوچستان ايالتي چارواکي وايي چې په کوټه کې مېشت نور شپږ تنه هغه چينايانيې کراچۍ ته لېږلي او له هغه ځايه به خپل هېواد ته ولېږل شي چې په کوټه کې يې د چينايي ژبې د ورښوولو په مرکز کې تدريس کاوه.
د يادونې وړ ده چې داعش وسلهوالې ډلې په تېر يوه کال کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د وسلهوالو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستى دى، په مستونګ سيمه کې د تېرې مې مياشتې په پيل کې د جمعيت علماى اسلام ګوند د يوه مشر او د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې د مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حيدري پر قافلې د بريد مسؤليت هم داعش منلى وو چې ۲۸ کسان پهکې وژل شوي وو.
رپوټ: بارکوال مياخېل