پنټاګون وايي، د امریکا متحده ایالاتو په سوریه کې کُردي جنګیالیو ته د وسلو ورکول پیل کړي دي.
تمه کېږي چې دا کُردي جنګیالي به له داعش وسلهوالو څخه د رُقې ښار په بېرته نیولو کې د پراخو عملیاتو برخه واوسي.
رُقه په سوریه کې د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې وروستی لوی سنګر ګڼل کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ادرین رانکین ګالووې پرون وویل، په سوریه کې کُردي وسلهوالو ته د سپکو وسلو او نقلیه وسایطو د ورکولو بهیر پیل شوی دی.
نوموړي وویل، په دې وسلو کې کلاشینکوفونه او ماشیندارې شاملې دي.
په روانه میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوریه کې د خلکو د ساتنې د کنډکونو یا "YPG" په نوم د کُردي ملېشو د تجهیزولو پلان تائید کړ چې ترکیهیې غوسه کړه.
انقره وايي، "YPG" کُردي ملېشې د کُردستان د کارګر ګوند یا «پې. کې. کې» سره اړیکې لري.
د کُردستان کارګر ګوند یا "PKK" بېلتون غوښتونکي کُردي وسلهوال دي چې له ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسې د ترکیې حکومت خلاف جنګېږي.
دې جګړې تر اوسه په ترکیه کې تر ۴۰ زرو زیات کسان وژلي دي.
د ترکیې پوځ دوه میاشتې مخکې د کُردي وسلهوالو په ځانګړي توګه د خلکو د ساتنې د کنډکونو په نوم په سوریه کې د کُردي ملېشو پر ضد عملیات وکړل.
دې عملیاتو دوه هدفونه لرل.
یو د داعش ځپل او بل د سوریې او ترکیې پر پوله د "YPG" لهخوا د پوځي اډې د جوړولو مخه نیول.
واشنګټن د ترکیې د اندېښنو په ځواب کې ویلي چې په سوریه کې کُردي وسلهوالو ته په مسؤلانه توګه وسلې ورکوي.
امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې د دې وسلو د کارولو څارنه به کوي څو ډاډمنه کړي چې ترکیې ته به نهانتقالېږي.
واشنګټن باور لري چې د سوریې ډموکراتیک ځواک چې کُردي وسلهوالیې هم یوه برخه ده، یوازنی ځمکنی ځواک دی چې کولای شي رُقه د داعش له منګولو خلاصه کړي.
ترکیه نهیوازې چې د ناټو په تړون کې د امریکا متحد هېواد دی، بلکې خپلې پوځي اډې یې هم د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف په واک کې ورکړي څو داعش خلاف هوايي بریدونو کې ترې کار واخلي.