د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد، د ائتلافي قواوو په هوايي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېره خپره کړه.
د پنټاګون په وینا، عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش پر ضد د ائتلافي قواوو په هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، دا کسان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ائتلافي قواوو د هوايي کمپاین له پېل راهیسې وژل شوي دي.
خو د ملکي تلفاتو دا شمېره چې د امریکا دفاع وزارت پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې خپره کړې، تر هغو شمېرو ډېره ټيټه ده چې یو شمېر خپلواکې ډلې یې څرګندوي.
د بېلګې په ډول، د اېروارس "Airwars" په نوم یوه خپلواکه ډله وايي چې عراق او سوریه کې د ائتلافي قواوو د هوايي عملیاتو له پېل راهیسې تر ۳۰۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د امریکا دفاع وزارت ویلي:
"موږ په غیر عمدي ډول، د ملکي وګړو پر وژل کېدو ډېر خواشیني یو او د دې حملو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي لرو."
د امریکا پوځ ویلي، د هوايي حملو پر هر مورد کې له لازم احتیاطه کار اخیستل شوی خو بیا هم ملکي وګړي، په غیر قصدي ډول، د دې حملو قرباني شوي دي.
د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې تر هغه وروسته چې داعش په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې ونیولې، د دې ډلې پر ضد هوايي عملیات پېل کړل.
د پوځ په وینا، له هغه راهیسې یوازې عراق کې پنځه امریکايي پوځیان، له داعش سره په ځمکنۍ مبارزه کې وژل شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت روانه اوونۍ د عراق په موصل ښار کې چې د داعش پر ضد سخته جګړه روانه ده، د سړک غاړې بم چاودنه کې د یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د موصل د بېرته نیولو لپاره د امریکا د ځانګړو عملیاتو ۱۰۰ عسکر د کُردي ملېشو او د عراق د پوځ په ملاتړ جنګېږي.
د عراق په نورو برخو کې هم سلګونه امریکايي عسکر د داعش پر ضد عملیاتو کې د عراقي قواوو ملاتړ کوي.
امریکا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په عراق کې خپل مأموریت پای ته ورساوه خو د داعش د حملو له زیاتېدو سرهیې یو شمېر پوځيان بېرته هغه هېواد ته واستول.
خو د امریکا حکومت سوریې ته د خپلو پوځيانو له استولو ډډه کړې او یوازې د داعش پر ضد پر هوايي حملو یې اکتفا کړې ده.