د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

بنګله دېش د الجهاد الاسلامي ډلې د پخواني مشر د اعدام سزا تائید کړه


د بنګله دېش سترې محکمې د هغې سخت دریځې اسلامي ډلې د پخواني مشرمفتي عبدالحنان د اعدام سزا تائید کړه چې په ۲۰۰۴ کال په ډاکه کې د بریتانیا د وخت پرسفیر د حملې اصلي طراح بلل شوی دی.

د بنګله دېش سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د حرکت الجهاد الاسلامي ډلې پخواني مشر مفتي عبدالحنان ته د اعدام د سزا د لغوه کولو لپاره د استېناف غوښتنه ردکړه.

د درې کسیز قضایي هیئت دغه فیصله د حنان او دهغه د دوو نورو ملګرو د اعدامولو په وړاندې وروستي خنډونه له منځه وړي.

دې او ملګري یې په ۲۰۰۸ کال یوې محکمې په ډاکه کې د بریتانیا د وخت پر استازي په حمله کې په لاس لرلو مجرم پېژندلي و.

د بریتانیا پراستازي انور چهودري دغه حمله په ۲۰۰۴ کال هغه مهال شوې وه چې نوموړي د دې هېواد په شمال ختیځ سیلهیت ښار کې له یوه لرغوني اسلامي زیارت څخه لیدنه کوله.

په حمله کې نوموړی له نورو ۶۹ کسانو سره ټپي شوی خو درې پولیس افسران پکې وژل شوي و.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپورله مخې له دغې فیصلې څو اوونۍ مخکې یو شمېر سخت دریځو وسله والو هڅه وکړه چې حنان ازاد کړي.

د پولیسو پرهغه کاروان یې برید وکړ چې مهم بندیان یې له یوه زندانه بل ته لېږدول خو پولیسو یې حمله شنډه کړه.

د بنګله دېش لوی څارنوال محبوبي علم ویلي چې نورې قانوني پروسې نه دي پاتې چې حنان او ملګري له داره زړولو ځان وژغوري او ښایي دوی په یوه اوونۍ کې اعدام شي.

د هغه په وینا که څه هم دوی د بنګله دېشه له ولسمشره د عفوې غوښتنه کولای شي خو تراوسه نه دي لیدل شوي چې پر اعدام محکوم شويو اسلامي سخت دریځو دې ولسمشر رحم کړای وي.

د حرکت الجهاد الاسلامي ډله په ۱۹۹۲ کال د هغو بنګله دېشي جهادیانو له خوا تاسیس شوې وه چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې په جهاد کې له ګډون وروسته بېرته خپل هېوادته ستانه شوي و.

دغه ډله په بنګله دېش کې پرمدني ټولنو او د نورو اسلامي اقلیتونو پرعبادت ځایونو د یولړ خونړیو حملو په ترسره کولو تورنه شوې چې په ترڅ کې یې له سلو زیات کسان وژل شوي دي.

حنان د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د دې ډلې مشر ټاکل شوی و.

بنګله دېش په وروستیو کلونو کې پرمدني فعالانو، بهرنیانو او مذهبي اقلیتونو د یولړ خونړیو حملو شاهد دی.

که څه هم په بنګله دېش کې د اکثره حملو مسؤلیت القاعده او په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی، خو د صدراعظمې شیخ حسینه په مشرۍ سیکولرحکومت یې د ملامتي ګوته محلي شریکانو ته نیولې ده.

XS
SM
MD
LG