افغان حکومت هڅه کوي چې تر راتلونکو دوو ورځو د افغانستان او پاکستان تر منځ تړل شوې لارې د ناروغانو پر مخ خلاصې شي.
افغان چارواکي وایي، پاکستان ورسره ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د سرحدي ستونزو د حل لپاره مناسبه حل لاره ومومي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت هڅه کوي چې تر راتلونکو څو ورځو تړل شوې لارې په بشپړه توګه خلاصې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ تر وروستي بریده هڅه کوو چې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ عادي شي او تمه لرو هغه ژمنې چې پاکستاني لوري له موږ سره کړي چې ګواکې تر راتلونکو دوو ورځو به دغه ستونزه حل شي پوره شي."
پاکستان په خپله خاوره کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته له افغانستان سره ټولې پولې وتړلې او دا مهال ګڼ شمېر افغانان او پاکستانیان د دغو پولو خلاصېدو ته په تمه دي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغه هېواد کې وروستي بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوي وو خو افغان حکومت بیا د دې ادعا د رد ترڅنګ ویلي چې ترهګر د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه تمویل کېږي.
افغان حکومت تېره اوونۍ په پاکستان کې د ۳۲ ترهګریزو مرکزونو او د ۸۵ کسانو د نومونو لېست چې پهکې د حقاني شبکې او د نورو ډلو مشران شامل دي، اسلاماباد ته وسپاره چې په اړهیې اقدام وشي.
په پاکستان کې له ترهګریزو بریدونو وروسته داسې رپوټونه خپارل شول چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په دغو بریدونو کې د لاس لرلو په ګومان سلګونه افغانان نیولي دي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې له ترهګریزو بریدونو وروسته له افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه هم رپوټونه خپاره شول خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي.
میاخېل: پاکستان له ترهګریزو برېدونو وروسته ۱۶۰۰ افغان کډوال نیولي
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږه هم هڅې کوو هلته زموږ د کډوالو د چارو اتشې او سفارت هلې ځلې کوي چې دغه کسان خلاص شي چې تر اوسهیې ځیني خوشې شوي هم دي."
د پاکستان له لوري د پولو د تړلو تر څنګ داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په وروستیو څو ورځو کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځینو ختیځو سیمو راکټي بریدونه کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې دغه وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او د دغو بریدونو په اړهیې ترې وضاحت وغوښت.
په کابل کې د پاکستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
راپور: محمد حدیث پردېس