د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

کورنیو چارو وزارت: کافي اسناد شته چې داعش پاکستان کې روزل کېږي


د "نیو امریکا" په نامه د یوه امریکایي بنسټ د راپور سره سم چې ویلي یې دي، "په افغانستان کې فعال داعشیان پاکستانیان دي" د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د دغې ډلې ملاتړ کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کافي اسناد او شواهد ښيي چې د داعش د جنګیالیو مرکزونه، په پاکستان کې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

نوموړی وايي:

"څرنګه چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې، موږ کافي اسناد لرو چې دغه کسان پاکستان کې روزل کېږي. سربېره پر دې حافظ سعید چې افغانستان کې یې د داعش مشري کوله، د پاکستان تبعه و او د افغانستان ختیځ کې په عملیاتو کې ووژل شو."

د ښاغلي دانش په خبره، داعش لومړی فعالیت له پاکستانه پیل او د افغانستان ځینو سیمو ته‌یې وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د "نیو امریکا" په نامه یوه امریکايي بنسټ ویلي چې داعشیان د پاکستان خاوره کې روزل کېږي او بیا د جنګ لپاره افغانستان ته راځي.

د دغه امریکایي بنسټ د نړیوال امنیت څانګې مشر ایونیس کاسکېناس ویلي:

"فعال داعشیان د پاکستان اتباع دي، څوک چې نیول شوي او که وژل شوي، ټول پاکستانیان دي."

د داعش ډلې خپل ډېر فعالیتونه د ننګرهار ولایت ختیځو سیمو کې پیل کړل چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې، د اچېن، کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې عملیات جاري ساتلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روانو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

دغې ډلې افغانستان کې تر اوسه پورې د څو انتحاري حملو او د شیعه‎ګانو پر ځینو مذهبي ځایونو د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي، افغانستان کې د داعش ډله، د پاکستان د استخباراتي سازمان یوه پروژه ګڼي.

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان دا کار، د ترورېستانو لپاره د نويو مالي منابعو د تر لاسه کولو په مقصد کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي

نوموړی وايي:

"په دې سیمه کې د داعش لومړنی مشر حافظ سعید هم پاکستانی و چې ووژل شو، اوسنی یې هم پاکستانی دی. دا پخواني ترورېستان دي لکه لشکر طیبه او داسې نور، په دې کې فعالیت لري، یوازې نوم‌یې پر ځان داعش ایښی. د سوریې داعشیان دلته فعالیت نه‎لري، که دوی کوښښ کوي چې هغوی سره اړیکې تأمین کړي، د دې لپاره به وي چې مادي ګټې ترې ترلاسه کړي."

د افغانستان پخوانی لوی درستیز وايي، د داعش ډلې اوسني غړي، اکثره د حقاني شبکې او د طالبانو د ډلو غړي دي چې اوس د داعش په نوم فعالیت کوي.

دی تأکيد کوي چې د داعش او داسې نورو ترورېستي ډلو د روزلو مرکزونه په پاکستان کې دي، خو پاکستان بیا په خپله خاوره کې د دغو ډلو د روزنېزو مرکزونو شتون، رد کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG