کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د طالبانو په لیکو کې په وروستیو تعییناتو، بدلونونو او اختلافاتو او همدارنګه د افغانستان په روان امنیتي وضعیت لیکنې او تبصرې کړې دي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د پاکستان استخباراتي شبکه یا آی اېس آی له خپل نفوذه وتونکي طالب مشران تروروي.
ورځپاڼې د استخباراتي معلوماتو په اساس لیکي ټاکل شوې په راتلونکې یوه میاشت کې د طالبانو شاوخوا ۵۰ برطرفه شوي طالب والیان او قوماندانان ترور شي.
بلخوا د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی وسلهوال طالبان د لا زیات انسجام په تکل او هڅه کې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي وبه لیدل شي چې طالبان د پاکستان د استخباراتي شبکې په مرسته او مداخله څومره توانېږي چې خپل تشکیلات منسجم کړي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي طالبان دغه تعنییات او بدلونونه د راتلونکي کال لپاره د جنګي چمتوالي لپاره ترسره کړي دي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي دغه نوي تعیینات په هر بهانه چې وي له افغان ځواکونو څخه د افغانانو تمه دا ده چې په طالبانو خپل فشارونه نور هم زیات کړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې د کندز ولایت د ارچي ولسوال له قوله لیکلي، د کندز لپاره د طالبانو والي روسانو د درملنې لپاره تاجکستان ته بیولی.
وړاندې په مطلب کې راغلي روسيې، تاجکستان او وسلهوالو طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې د طالبانو په لیکو کې وروستي تعیینات او مقررۍ په دقت وڅاري او جګړهییز فصل او د وینو تویولو د مخنیوي لپاره دې بشپړ چمتوالی ونیسي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي پر افغانستان د تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره عملي هڅې په کار دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت په دې ټینګار کوي چې ترهګري یوازې د افغانانو ستونزه نهده، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په وړاندې لوی ګواښ دی.
لیکوال په باور دی چې نړۍ، ټول ملتونه او حکومتونه باید د دې پدیدې پر وړاندې جدي او ګډه مبارزه وکړي.