کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور، زیاتېدو، په وړاندې یې د غبرګونونو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نویو څرګندونو په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سره مقاله کې له کومې سرچینې پرته لیکلي، د امریکا د متحدو ایالتونو نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو عسکرو شمېر زیات کړم، یعنې نور عسکر به هم افغانستان ته راولېږي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، ټرمپ دغه شان ویلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به سختوي او د دې لپاره یې یو جامع پلان تر لاس لاندې دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت هم ویلي چې له افغان ځواکونو سره به د هغوی تر بسنې او د اړتیاوو تر پوره کولو پورې مرستو ته زور ورکوي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغان حکومت ډاډه دی چې د امریکا د نوي حکومت په مشرۍ به د ترهګرۍ ضد مبارزه نوي پړاو ته ننوځي او له افغانستان سره به یې مرستې تر پخوا ډېرې اغېزمنې وي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د امریکايي چارواکو له دې اعلان سره چې افغانستان به یو نیم زر تنه نور پوځیان استوي، اوس دا دی برېتانیې هم ورته اعلان کړی او وايي چې هم به افغانستان ته نور پوځونه واستوي او هم به له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.
خو ویسا هم د خپلې دې خبرې سرچینه نه ده په ګوته کړې.
په مطلب کې راغلي چې موږ بېرته کلونه کلونه شاته روان یو او کوم بنسټ چې له نن نه ۱۶ کاله مخکې په بن کې کېښودل شو خښتې یې کېږې وې، سرمقاله لیکونکی د دغو ځواکونو په ډېرېدو سره بیاځلي په هېواد کې د جګړې د پراخېدلو له امله په اندېښنه کې دی.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، په سیمه کې ګواښونو ته په پام سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون لازمي او منطقي دی.
په مطلب کې راغلي چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش ډلې پر ختمولو د ټرمپ ټینګار د مسکو او واشنګټن تر منځ د نېږدې والي او یو شان فکر د رامنځته کېدلو لامل ګرځېدلی دی.
د مطلب لیکوال لیکي، دا په داسې حال کې ده چې روسیې پخوا تر دې په افغانستان د امریکا پر سیاستونو انتقاد کړی و.