کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نور مطالبو تر څنګ په کابل، کندهار او هلمند کې د وروستیو بریدونو په تړاو د افغان ولسمشر او د پاکستان پوځ د لوی درستیز د تازه ټلیفوني خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، ولسمشر تر لنډې چوپتیا وروسته یو وار بیا په پاکستان کې مېشت سخت درځي، ترهګر او ورانکاري په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو مسؤل ګڼي او دا هېواد یې تورن کړی چې د دغو سخت دریځو ډلو پر وړاندې یې تر اوسه هېڅ پوځي اقدام نه دی کړی.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر دا څرګندونې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید بجوه سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.
د سر مقالي لیکوال لیکلي، که څه هم د پاکستان لوی پوځي مشر دا ځل ټټر وهلی چې هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د همکارۍ ټینګه اراده لري، خو دا هسې خبرې دي.
د سرمقالې لیکونکي په باور، پاکستان نه قول لري، نه اقرار او نه ژمنه او پر دغه هېواد باور په باور ملنډې وهل دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپانې هم په همدې تړاو په خپله سره مقاله کې لیکلي، په هېڅ ډول د پاکستان پر خبرو او ژمنو باور نه شي کېدلای، دا هغه د دروغو شعارونه دي چې تل پاکستاني کرنیلانو او جنرالانو د افغانانو د تېر اېستلو لپاره پورته کړي دي.
خو د سر مقالې لیکونکي په وینا، اوس افغانان پرې پوهېدلي دي، پاکستان د افغانستان د ټولو ورانیو مسؤل دی او باید د دې هېواد د څلور لسیزو وژنو او ورانیو تاوان ترې واخیستل شي.
سرمقاله لیکونکی په دې دوام زیاتوي، هغه ترهګر چې پاکستان روزلي او تر څنګ یې ولاړ دی نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ په وړاندې لوی ګواښ دی چې په وړاندې یې باید جدي مبارزه وشي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې سر مقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
ویسا د پاکستان له لوی درستیز سره د ولسمشر غني ټلیفوني خبروته په اشارې سره لیکلي، د ولسمشر له دې خبرو ښکاري چې دی هم د امنیتي ادارو هغه راپور تائیدوي چې د وروستیو بریدونو تور پر طالبانو او پاکستاني استخباراتو لګوي.
په سرمقاله کې راغلي دوی وايي چې دغه برید په کوټه کې پلان شوی و.
د سرمقالې لیکوال لیکي، حکومت دوه نیم کلونه په تکراري تجربو ضایع کړل، ځواب یې ولس ته څه دی؟ نور تر کومه وخته پر دې صبر وکړو چې زموږ د بدمرغیو تر شا پاکستان دی، د کوټې شورا ده، حقاني شبکه او نور.
سر مقاله لیکونکي پوښتلي دي چې اخر زموږ حکومت او ولس د غمیزو له تکراره د مخنیوي کومه بله لاره هم لري که نه؟