کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو طالب او داعش ډلې د بریدونو او وسلهوالو فعالیتونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې په کندهار کې د وروستي برید په اړه د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي څرګندونې راخېستې دي.
په مطلب کې راغلي، ابراهیمي د کندهار پېښه د پوښتنې وړ بللې او ویلي، په دې کې شک نشته چې د دغه برید له پلان کوونکو سره د دولت لهمنځه همکاري شوې ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو استازي نعیم لالي حمیدزي هم د کندهار پېښه د پوښتنې وړ بللې او ویلي چې باید د قضیې د هر اړخېزې څېړنې لپاره د دولت ګډ پلاوی وټاکل شي، ځکه چې دې برید د خلکو په وړاندې ځینې شکونه او ګومانونه پیدا کړي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، طالبانو، القاعده، داعش او پر هغوی پورې تړلو تروریستي ډلو تېره اوونۍ بیا په کابل ښار کې په ملي شورا پورې اړوند د یوې ودانۍ مخې ته په ځان مرګي برید سره تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې دا کار له اسلامیت او انسانیت سره هېڅ اړخ نه لګوي.
په مطلب کې له دې امله اندېښنه ښودل شوې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې، پاکستان او ایران لاسوهنې او د له طالبانو سره د دوی د اړیکو پالل افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نهکړي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی.بې دفاع ولس چاته پناه یوسي؟
په سرمقاله کې راغلي، د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په بابا غونډۍ او بر سېپای غرنیو سیمو کې چې خلکو یې له داعشیانو سره له بیعت کولو ډډه کړې وه، دغې داعش د دوی کورونه سوځولي چې په حکومتي ارقامو کې دا شمېر ۶۵ کورنه راغلي دي.
د سرمقالې لیکوال د پېښې په تړاو وړاندې لیکلي:
داعش ډلې څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې بې ځایه شوي کسان دې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي، له دوی سره دې بیعت وکړي، وسلې دې پورته کړي او په جګړه کې دې د دوی تر څنګ ودرېږي.
په سرمقاله کې راغلي، امنیتي ځواکونو ویلي چې دا سیمې ډېرې غرنۍ دي او د دوی کنټرول په کې نشته، خو د سرمقالې لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ولس نو د چا په ډاډ ژوند وکړي او چاته پناه یوسي؟