د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

افغانستان په اړه د مسکو پر غونډې د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم په مسکو کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وروستۍ خبرې د مسکو تر درې اړخېزې غونډې ډېرې سپینې او د یو خطرناک پیغام لرونکې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

دا چې مسکو کې د افغانستان سولې په اړه درې اړخېزه غونډه جوړه شوه؛ یوه توجېه یې درلوده، د افغان حکومت د پلاوي نه ګډون په دې غونډه کې یوازې دغه استدلال ته وزن ورکوي چې د غونډې د پرېکړو او اعلامیو عملي اړخ بې وزنه کوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور د کابلوف وروستۍ خبرې چې افغانستان کې د امریکا نهه لویې پوځي اډې ورته د زغم وړ نه دي عملاً د خطر زنګ دی.

د سرمقاله لیکونکي له نظره، دا یوازې د روسیې دریځ نه دی بلکې د افغانستان څلور ګاونډیو هېوادونو ګډ دریځ دی او له همدې امله دا خبره د پام وړ ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم له اناتولي خبري اژانس سره د ضمیرکابلوف د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راخیستې دي.

انیس په خپله سرمفاله کې لیکلي؛ کابلوف ویلي، که په افغانستان کې د اقتصاد، مدیریت او پوځ د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو هڅو له لارې مرسته ونه‎شي، دغه هېواد به ښه او روښانه راتلونکې ونه‎لري او له‎منځه به ولاړ شي.

انیس لیکلي:

کابلوف په دا شان څرګندونو سره نه‎شي کولای چې د افغانستان د خلکو تر منځ روانې جګړې ته لمن ووهي او دا باید نه یوازې دغه روسي ډیپلوماټ بلکې ټول هېوادونه په پام کې وساتي چې افغانستان داسې هېواد نه‎دی چې په لږ توپان سره ونړېږي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په اړه لیکلي:

د افغانستان خلک د پاکستان تېرو کړنو ته په پام سره له دغه هېواد نه ګیله نه‎لري خو د روسیې او چین دا شان غیر ډیپلوماټیکو کړنو ته د شک په سترګه ګوري او دا به د افغانستان او دغه هېوادونو تر منځ فاصلې پیدا کړي.

د مطلب لیکونکي لیکلي، د افغانستان د خلکو تمه د نړۍ له هېوادونه دا ده چې د افغانستان په اړه په جوړېدونکو ناستو کې د افغانستان استازیو ته هم بلنه ورکړي.

XS
SM
MD
LG