د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې په مسکو کې د درې اړخېزې غونډې او په دې اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د مسکو غونډې ته په اشارې لیکلي چې د سیمې ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه ګونګ او نا متعارف سیاست غوره کړی دی.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې دا ډول غونډې چې افغانستان په کې حضور ونه لري د دې هېواد په چارو کې مداخله ده او د نړۍ له سیاست سره هېڅ اړخ نه لګوي.
د سرمقالې لیکوال څرګنده کړې ممکن ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان په اړه ښه نیت ولري خو د افغانستان د وضعیت په اړه د دې هېواد د استازي له حضور پرته غونډې نتیجه نه ورکوي.
انیس دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې له روسیې سره د طالبانو اړیکو ته په پام ویلي چې بله لویه لوبه په لاره ده.
د مطلب لیکوال ویلي چې دا غونډه ښیي چې روسیه او پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو په مسئله کې سره نېږدې شي.
د مطلب لیکوال د ځینو څېړونکو په حواله ویلي، که د روسیې او امریکا اړیکې ښې نشي ممکن مسکو له طالبانو نه پوځي او مالي ملاتړ وکړي.
چراغ ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او ویلي یې دي چې طالبانو له روسیې سره په نېږدې کېدو سخت تور داغ په خپلې ټنډې ولګاوه.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې روسیه او پاکستان طالبان استعمالوي او دوی دې خبرې ته هیڅ پام نه کوي.
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې پریکړه زموږ په لاس کې ده چې ګاونډي جګړه غواړي او که سوله.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې د افغانستان د اوسنۍ لانجې اړخ دا دی چې د جګړې نوې څپه د داعش او یا تر بل هرنوم لاندې چې وي هدف یې له پولو هاخوا نور هېوادونه دي.
سرمقاله لیکونکی وایی چې د افغانستان یو ګاونډی د دې هېواد په لوبو کې ښکیل دی او نور ګاونډیان یې له دې ویرې چې له غځیدونکې جګړې ځان وساتي هلې ځلې پیل کړي.
سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې افغان حکومت باید په دې ډول حساسو شرایطو کې فعاله او هوښیاره ډیپلوماسي غوره او مخ په زیاتیدونکي خطرونه کنټرول کړي.
او سرنوشت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د څیړونکو له قوله ویلي چې افغانستان دې د ګاونډیو له مداخلو ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.
په مطلب کې راغلي چې د مسکو درې اړخېزه غونډه د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله ده او باید دا هېواد او متحدین یې د دې لاس وهنو مخه ونیسي.
نسیم شفق