د افغانستان د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو سره-سره، لا هم په دغه هېواد کې درې نیم میلیونه پورې ماشومان زدهکړو ته لاسرسۍ نه لري چې څه باندې ۶۰ فیصده یې نجونې دي.
د دې کار سبب په افغانستان کې پر نا امنیو سربېره تر ډېره کورنۍ ناخوالي او ټولنیز دودونه ګڼل کېږي چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نیسي.
دا به مو په وار- وار اوریدلي وي چې هیلې هېڅکله نه مړې کېږي. دا متل د هغې ماشومې له ژوند سره اړخ لګوي چې په تیارو کې د رڼا څرک لټوي په دې هیله چې یوه ورځ به د لمر وړانګې وویني.
کېسه د یوې دولس کلنې نجلۍ ده چې د سبق په بدل کې د خپلې مور له تودې غېږې لېرې کېږي.
دا د کورنۍ درلودلو سره-سره په یوې یتیم خانې کې اوسېږي څو راتلونکې یې روښانه شي، نوموړې خپل نوم ونهښود او ویې ویل:
"مور مې شته پلار مې مړ شوی. یوه خور مې ده یو ورور مې دی. خور مې تر ماکوچنۍ ده او ورور مې تر هغې هم کوچنی دی."
د زدهکړې شوق یوه خوا د مور مینه له بلې خوا دا ماشومه د دوو دنیاوو تر منځ دروي.
دا چې نوموړې څومره په دې ځای کې خوښه ده؟ وايي:
" - ډیره خوشحاله یمه.
په کور کې خوشحاله یې که دلته؟
دلته.
ولې؟
زموږ په کور کې هېڅ شی نشته او دلته هرڅه فعاله دي ځکه دلته خوشحاله یم، خو کله چې کور ته ځم هلته ډېره خوشحاله یم ځکه مور مې وي راسره."
په اکثرو ټولنو کې نجونو ته له ماشومتوبه ویل کېږي چې د کور په کارونو کې یې مرسته کول حتمي دي، خو هلکانو ته د کور کار کول تر ډېره ننګ بلل کېږي.
دا ماشومه په کور کې د همدې کارونو مسؤلیت احساسوي.
نوموړې وايي:
"کورته چې ځم له خپلې مور سره مرسته کوم. که هغه ډوډۍ پخوي زه کوټه جارو کوم یا هم مور مې ماته پخلۍ راښیې او زه یې عملي کوم. څو چې بېرته دلته راځم."
مور پهخپله د کور د کارونو تر بار لاندې اوس د هډوکو په ناروغۍ اخته ده.
دا ماشومه غواړي ډاکټره شي او د مور د پښو درملنه وکړي:
" غواړم ټولنې ته خدمت وکړم. ادې ته مې خدمت وکړم. د ادې پښې خوږېږي، غواړم تداوي یې کړم. "
دا نجلۍ له موره ډېره خوښه ده ځکه د نورو خپلوانو د غوښتنو پرخلاف چې هغوی د خپلو نجونو له زدهکړې سره موافق نهدي، خو د دې مور د سبق ویلو لپاره دا یتیم خانې ته لېږي:
"یوازې هلکان ښوونځي ته ځي نجوني نه پریږدي. زما پلار کار نه کاوه، هغه اوس مړ شوی دی، زما خپلوان وایي پلار دې څه کړي و چې ته به یې وکړې. هغوی راته وایې چې د مېړه کور ته ولاړه شې، هغو د درس پوښتنه نه کوي د دیګ او پخلي پوښتنه کوي، خو زه ورته وایم چې ما پریږدئ زه هم دیګ پخوم او هم سبق وایم. "
د افغانستان په څېر سنتي ټولنې د دې ماشومې په زرهاوو نورې بیلګې هم شته.
د پام وړ ټکې چې مثبت زیرۍ ورکوي دا دی چې د دې نالوستې مور په څېر داسې کسان په ټولنه کې شته چې د زدهکړې په اهمیت پوهېږي او سره له دې چې دوی د زدهکړې چانس نه درلود خو د خپلو اولادونو لپاره د زدهکړې برابرولو هڅې کوي.
نا امنۍ له یوې خوا د ټولنې همدا نا خوالي بل خوا د دې سبب شوی چې افغانستان د نړۍ په سطحه به هغو هېوادونو کې راشي چې د نجونو د زدهکړې سطح پهکې تر ټولو ټیټه ده.
که څه هم تر اوسه په افغانستان کې داسې دقیقه احصایه نشته چې وښیي په عمومي ډول څومره ماشومان د زدهکړو پر شرایطو برابر دي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې نهه میلیونه ماشومان اوس مهال په ټول هېواد کې زدهکړې ته لاسرسی لري چې په دې کې شاوخوا ۴۰ فیصده یې نجونې او ۶۰ فیصده هلکان دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې لا هم درې نیم میلونه د زدهکړو پر شرایطو برابرو ماشومان ښونځیو ته نهشي تلای چې په دې کې ډېره برخه نجوني دي.
ښاغلي حقمل زیاته کړه:
"له درېیو تر درې نیم میلیونه پورې د افغانستان نارینه او ښځینه ماشومان یا د امنیتي یا اقتصادي او یا هم کلتوري ستونزو له کبله ښونځیو ته نه شي تلای. له بده مرغه د همدې شمېرې ډېره برخه یانې څه باندې شپیته فیصده یې نجونې دي. "
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل له ازادي راډیو سره په خبرو کې نا امنۍ او ترڅنګ یې کلتوري مسایل د نجونو د زدهکړې پر وړاندې خنډونه وبلل.
ښاغلي لعل زیاته کړه:
"په افغانستان کې ډېری کورنۍ نه غواړي په نجونو تعلیم وکړي. د دې دلیل هم کلتوري مسایل دي چې خلک نجونې ځوروي او بل خوا امنیت دومره ښه نه دی چې نجونې ښونځیو ته ولاړې شي او یا ان له کوره ووځي. "
دې ته په کتو چې دا ستونزه له پیړیو راهیسې دوام لري، نو که دا تشه همداسې دوام وکړي، د بشري حقونو د فعالانو په خبره ښایي د افغانستان پر راتلونکې ډېر منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د ښځو چارو یوه فعاله مریم امرخېل چې دا پهخپله هم د خپلو شخصي هڅو په نتیجه کې اوس توانیدلې خپلې زدهکړې پر مخ بوزي او د نورو ښځو لپاره فعالیت وکړي په همدې نظر ده چې د دې ځنځیرونو د ماتولو لپاره پهخپله د نجونو او مېرمنو کار ته ډېره اړتیا ده.
مریم امرخېل وایي، په ښځو سبق نه ویل د هغې پر خپل ځان باور له منځه وړي او په دې توګه د ټولنې هرې خبري ته په پټو سترګو سرټیټوي.
اغلې مریم وویل:
"کله چې یوه ښځه تعلیم ونهلري نو هغه مجبوره ده هر حکم چې ورباندې کېږي نو دا یې په چوپه خوله اوري او سر ورته ټیټوي. هغه فکر کوي چې زه اصلاً دا استعداد نهلرم چې لوی کارونه وکړم په سیاست کې برخه واخلم او په ځان بسیا اوسم. هغې ته دا فکر زموږ خلکو او زموږ نارینه وو ورکړی، دوی وایي ښځه ډېره کمزورې ده، خو په اصل کې داسې نه ده. "
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د سواد سطح ۳۸ فیصده ده، خو د پوهنې وزارت چارواکي وایي هڅه یې دا ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دا فیصدي تقریباً شپیتو ته پورته کړي.