د عراق په پلازمېنه بغداد کې نن سهار دوو جلا بمي چاودنو لږ تر لږه درې اتيا کسان وژلي او يوسل او شپږاويا تنه يې ټپيان کړي دي.
د بغداد په يوه ويجاړه شوې ساحه کراده کې نن سهار د اوروژنې مامورين د پاتې اور په مړه کولو او سړک په صفا کولو بوخت وو. عيني شاهدان وايي، دلته بمي چاودنې د رختونو او مبايل ټليفون خرڅولو دکانونو ته اور واچاوه.
چارواکو اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، نن سهار، د عراق په پلازمېنه بغداد کې غبرګو بمي چاودنو تر ٨٠ زيات کسان ووژل او يوسل او شپږاويا تنه يې ټپيان کړل.
خونړۍ هغه يې د بغداد د مرکزي برخې په کراده سيمه کې موټربم چاودنه وه، چې يوه له ګڼه ګوڼې ډکه تجارتي ساحه يې په نښه کړه. د پوليسو سرچينو او د روغتون چارواکو ويلي چې په حمله کې اته اويا کسان ووژل شول او ١٦٠ نور ټپيان شول.
چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې له پېشلمي وروسته ځوانان او د کورنيو نور غړي دباندې راوتلي وو. ځينې کسان د اختر لپاره په سودا هم بوخت وو.
د اسلامي دولت ډلې يا داعش په يوه انلاين اعلاميه کې د دې حملې مسووليت ومانه او ويلي يې دي، دوى قصداً شيعه ګان په نښه کړي دي. خو خپلواکو سرچينو د دې اعلاميه کره والى نه دى تصديق کړى.
تر دې چاودنې څو ساعته وروسته د عراق صدراعظم حيدر العبادي د چاودنې ساحه وکتله. په هغو ويډيويي تصويرونو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي، د خلکو پارېدلې ډله د صدراعظم د موټرو پر کاروان چيغې وهي او صدراعظم ته د ”غله“ خطاب کوي.
دويمه چاودنه د بغداد په ختيځ کې د يوې بمي وسيلې په واسطه وشوه، چې ٥ کسان يې ووژل او ١٦ کسان يې ټپيان کړل. د دې حملې مسووليت چا نه دى منلى.
د اسوشېټېد پرېس اژانس په حواله، د مرګ ژوبلې دغه ارقام پوليسو او د روغتون چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط تاييد کړي دي.
په بغداد کې دغه حملې څه باندې يوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې عراقي ځواکونو له داعش ډلې د فلوجه ښار د بشپړې تصفيې او ازادۍ اعلان وکړ.