د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند، د دغه هېواد د نامتو سندرغاړي امجد صابري پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه.
په هغه پیغام کې چې حاکم ګوند په ټویټرکې خپور کړی دی د نواز شریف په وینا ویل شوي دي چې د صابري قاتلان باید ونیول شي او محاکمه شي.
پولیس وایي چې صابري د یو تروریستي برید قرباني شو.
دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د چهارشنبې په ماسپښین د کراچي د لیاقت اباد په سیمه کې د صابري پر موټر ډزې وکړې. دغه صوفي سندرغاړي هغه وخت ساه ورکړه چې روغتون ته انتقالېده.
په دې پېښه کې یو بل کس چې داسې باور کیږي چې د صابري خپل به وي، ټپي شوی دی.
پاکستاني رسنیو د پولیسو د مشر مقدس حیدر په وینا خبر ورکړ چې دا یو تروریستي عمل و په ځانګړي ډول یې صابري په نښه کړی و، خو په ورته وخت کې پولیس وایي چې د دې قتل علت نه دی څرګند.
صابري د پاکستان ډېر پېژندل شوی قوال و، د ده سندرې به په ځانګړي ډول په روژه کې ډېر مینه وال لرل او د پیشلمي په وخت به د ډیری تلویزیونونو د ده قوالي خپرولې.
پاکستاني کمپوزر فخر عالم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې صابري له چارواکو مخکې د خپل حفاظت غوښتنه کړې وه خو پولیسو هیڅ ونه کړل.
فخر عالم حکومت ملامته کړی چې د خپلو خلکو ساتنه نه شي کولای.
په پاکستان کې سخت دریځې ډلې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له صوفیانو سره وران دي او په وروستیو کلونو کې په دې هېوادو کې بیا-بیا پر صوفیانو بریدونه شوې دي چې په دې ترڅ کې په ۲۰۱۰ کال کې په لاهور کې د داتا ګنج بخش پر زیارت برید وشو او په کې تر څلویښتو ډېر کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۴ کال د مې په میاشت کې پر صابري تور پورې شو چې مقدساتو ته یې سپکاوی کړی دی.
دا تور وروسته تر دې پر دې سندرغاړي پورې شو چې په تلویزیون کې د ده داسې سندره خپره شوه چې په کې یو واده ښکاریده چې په کې نڅا وه او داسې ښکارېده چې دا د حضرت پیغمبر د لور د واده نڅا ده. صابري هغه مهال تورن و نه پېژندل شو.