د پاکستان نوميالى قوالي ويونکى سندرغاړى امجدصابري په کراچۍ ښار کې په ډزو وژل شوى دى.
پوليس وايي، دوو موټر سايکل سپرو کسانو هغه له کوره څارلى او د لياقت اباد په سيمه کې يې د هغه پر موټر ډزې کړې دي او هغه يې وژلى دى.
امجد صابري د پاکستان د شخصي ټلويزنونو په پروګرامونو کې قوالي سندرې ويلې او پر وژنه يې د هنرمندانو په شمول سياسيانو، د پاکستان صدراعظم او ولسمشر سخته خواشيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې له تېرو لسو کلونو راهيسې هدفي وژنو د سلګونو کسانو ژوند اخېستى، چې په هغوى کې ژورناليستان، د بشري حقونو مدافعين، مدني فعالان او سياسي مشران شامل دي، خو د چارشنبې په مازيګر د دې ښار په منځ کې د اردو ژبې يو نوميالى سندرغاړى امجد صابري- چې قوالي او نعتونه يې ويل- د ناڅرګندو کسانو په ډزو و وژل شو.
د کراچۍ د پوليسو يو مشر وايي، امجد صابري له خپل يوه ملګري سليم صابري سره پخپل موټر کې له کوره را روان وو چې د ښار په لياقت اباد سيمه کې په يوه موټر سايکل سپاره دوه کسان ورته و درېدل چې وايي د موټرسايکل چلوونکي مخ ښکاره وو، خو ورسره ناست شاتني کس- چې مخ يې پټ کړى وو- د امجد صابري پر موټر پرله پسې ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل.
پوليس وايي امجد صابر پينځه مرمۍ لګېدلى وو او سمدستي له خپل ټپي ملګري سره عباسي شهيد روغتون ته يووړل شو چې د روغتون د سرچينو په وينا امجدصابري روغتون ته پر لاره ساه ورکړې وه، خو د هغه ملګرى په روغتون کې تر درملنې لاندې دى، چې ويل کېږي د هغه حالت هم مرګونى دى:
"وسلوالو هغه له کوره څارلى، ځکه کور يې د پېښې ځاى ته نيژدې د يو- يونيم کيليوميټر په فاصله دى، په کوم ځاى کې چې ډزې ورباندې شوې دي، د هدفي بريد لپاره دا خوندي ځاى وو، ځکه دلته نه دوکانونه وو او نه د خلکو ګڼه ګوڼه وه، وسلوالو موټرسايکل د موټر مخته درولى او ډزې يې ورباندې کړې دي."
د کراچۍ په شمول د ټول پاکستان قوالي ويونکيو او نورو هنرمندانو سخته خواشيني څرګنده کړه او د هغه وژنه يې په کلکه و غندله. قوالي ويونکي سندرغاړي وايي قوالان خو صوفيانه سندرې او هغه کلام وايي، چې د اسلام د پيغمبر ستاينه پکې شوې وي، خو هغه هم نن په ډېره بې رحمۍ و وژل شو. د امجد صابري ملګرى قوال سندرغاړى شفقت امانت علي د هغه د ناببره وژنې په اړه وايي:
"زه هيڅ نه پوهېږم او هيڅ باور نه شم کولاى، ځکه له امجد صاحب زما ډېره پخوانۍ ملګرتيا، سلام دوعا وه، د کار او هنر رشته مو سره لرله، موږ د هنر سفر هم له کراچۍ څخه په ګډه را پيل کړ، هغه ولې و وژل شو؟ تر شا يې څه انګېزه ده؟ تر اوسه مې هيڅ سر نه خلاسېږي، خو نن بيا په کراچۍ کې يو بېګناه هنرمند و وژل شو."
امجدصابري د کراچۍ ښار د قوالانو له مشهورې کورنۍ څخه وو او پلار يې غلام فريد صابري هم د اردو ژبې نوميالى قوالي ويونکى وو، چې په پاکستان او هندوستان کې يې په قوالي سندرو کې نوم ګټلى وو. صابري په روژه مياشت کې په يوه شخصي ټلويزون کې روژې ته په ځانګړي شوي پروګرام کې قوالۍ او نعتوته ويل.
پوليسو لا تر اوسه د قوال سندرغاړي امجد صابري د وژنې د علت په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه چا د هغه د وژنې مسووليت منلى دى، خو په ٢٠١٤م کال کې امجدصابري د پاکستان په يوه شخصي ټلويزون کې يوه
قوالي ويلې وه، چې پکې د اسلام د پيغمبر د کورنۍ د ځينو غړيو نومونه پکې ياد شوي وو، د اسلام اباد يوې محکمې د هغه دا کار د اسلامي تقدساتو سپکاوى بللى وو او د ټلويزون د څو نورو کسانو په شمول يې هغه محکمې ته ور بللى وو.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم نوازشريف هم د قوال امجد صابر وژنه په کلکه وغندله او د کراچۍ امنيتي ادارو ته يې امر کړى، چې په بيړنۍ توګه د هغه تر قاتلينو ځان و رسوي او په د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د يادونې وړ ده چې په کراچۍ ښار کې له تېرو څه دپاسه دوو کلونو راهيسې د ترهګرو او هدفي وژونکيو په ضد د رېنجر پوليسو له خوا وخت په وخت عمليات هم کېږي، خو بيا هم کله- کله نامالوم وسلوال په دې ښار کې د نومياليو سياسي فعالانو په هدفي وژنو بريالي شي.
رپوټ: بارکوال مياخېل