د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۷

پاکستان د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د طالبانو د مشر وژنه تاييد کړه


د پاکستان حکومت تېره اوونۍ ددې هېواد په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه.


دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د روانې مياشت په ٢١مه نېټۀ د بلوچستان په نوشکي سيمه کې پر يوه موټر تر بريد وروسته اعلان وکړ، چې په دغه بريد کې يې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په نښه او وژلى دى.


که څه هم امريکايي او افغان چارواکيو تر بريد يوه ورځ وروسته په دغه بريد کې د طالبانو د مشر وژنه تاييد کړه، خو پاکستان د ملا اختر منصور د مړينې له پخلي ډډه وکړه او ددغه هېواد د کورنيو چارو وزير په يوې خبري غونډې کې وويل، چې په دې اړه بۀ د وژل شوي کس د ډي.اين.اى ټسټ وروسته وويلاى شي، چې آيا دا د طالبانو مشر و که بل څوک؟


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ ددې هېواد رسنيو ته په ورلېږلي بيان کې ويلي، چې په بلوچستان کې د امريکا د بې پلوټۀ الوتو په بريد کې وژل شوي دويم کس پېژندل شوى او د هغه دډي.اين. اى د ټيسټ نتيجه هم حکومت ته رسېدلې ده.


بيان کاږي، د ملا اختر منصور د مړي د ترلاسه کولو لپاره د هغه يوه خپلوان له پاکستاني حکومت سره تماس نيولى و، چې حکومت يې ډي.اين.اى ټيسټ وکړ، چې په خبره يې، د ملا اختر منصور له ټيسټ سره يې سر وخواړه.


که څه هم د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ډي.آين.اى ټيسټ په نتيجه کې د افغان طالبانو د مړينې پخلى کړى، خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي، چې آيا د هغه مړى لا هم له حکومت سره دى که د هغه کورنۍ يا پلويانو ته يې سپارلى دى؟


د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، داسې اشارې يې ترلاسه کړي، چې د بې پلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبآنو مشر وژل شوى دى، خو ددې ترڅڼګ يې دا هم وويل، چې په دې اړه به رسمي اعلان د وژل شوي کس د ډي.اين.اى ټيسټ تر راتلو وروسته وکړي.


د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريد په اړه امريکا ته سخت احتجاج کړى، دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ تېرى او همداشان يې په افغانستان کې د سولې لپاره د څلور اړخيزې کومېټې هڅو ته تاواني بللى دى.


د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني حکومت تر تاييد مخکې افغان طالبانو په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د خپل مشر مړينه تاييد کړې وه او د هغه ځاېناستى يې هم اعلان کړى و.


راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG