د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي چې په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه نه شي تاييدولى او په خبره يې چې د هغه د وينې نمونې يې ډي اين اى ټيسټ ته لېږلي چې تر هغې وروسته به يې په اړه حکومت څه وويلى شي.
نوموړى وايي، له امریکا، کابل او د طالبانو د ځينو مشرانو له خوا ورته همداسې معلومات ورکړل شوي چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى کس ملا اختر محمد منصور دی، خو په خبره يې، پاکستان به يې له ساينسي او قانوني لارې تر بشپړو او کره معلومات ترلاسه پورې په رسمي ډول نه شي تاييدولى.
د چودري نثار په خبره د ملا اختر منصور د مړي وړلو لپاره يو کس راغلى چې دوی ورڅخه د ډي این اې معایناتو لپاره بېلګې ترلاسه کړې او ډېر ژر به دا معلومه شي چې همدا وژل شوی کس ملا اختر منصور دی که نه.
ښاغلي نثار دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د مۍ په ٢١مه نېټه د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوچکي سيمه کې پر يوه موټر بريد وکړ چې د امريکايي چارواکو په وينا په دغه بريد کې يې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وواژه.
چودري نثار علي خان په خبري غونډه کې پر امريکا نيوکه وکړه او ويې ويل، که چېري وژل شوی کس د طالبانو مشروي، نو دده له پاسپورټه ښکاري چې نوموړي په دې وروستیو کې د ایران، دوبۍ او يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه کړي، نو امريکا دى ولې هلته په نښه نه کړ دلته په پاکستان کې یې په نښه کړ؟
نوموړي وويل چې پاکستان تر ساېنسي او قانوني تصديق پرته د ملا منصور د مړينې پخلى نه شي کولاى او زياته يې کړه:
"د پاکستان حکومت تر ساېنسي او قانوني تصديق مخکې په باقاعده توګه د دې اعلان نه شي کولاى او ددې ذريعه نن پيدا شوې ده چې د هغه "ملا منصور_ولي محمد" د کورنۍ يوه غړي د هغه د مړي د ترلاسه کولو لپاره درخواست ورکړى او د پاکستان حکومت له هغه د ډي اين اى ټيسټ اخيستى او څنګه چې ددې معلومات راځي، نو په اړه به يې واضح اعلان وشي."
د کورنیو چارو وزیر په خبري غونډه کې د امریکا له خوا ددغه برید په سختو ټکو کې غندنه وکړه او دا ډول بريدونه يې د پاکستان د خپلواکۍ پر ضد عمل وباله.
چودري نثار همداراز د امریکا د هغه بیان هم غندنه وکړه چې ویلي يې وو:
"هغه طالبان چې پر امریکا بریدونه کوي، په هر ځای کې به يې په نښه کړي."
ښاغلي نثار د امریکا هغه بیان هم رد کړ چې وايي، د طالبانو مشر يې ځکه په نښه کړ چې له افغان حکومت سره د خبرو مخالف و.
د چودري په خبره، که چېرې منصور د خبرو مخالف واى، نو ولې بیا په مري کې د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ مخامخ خبرې کېدې، ځکه چې هغه وخت هم ملا اختر منصور د دوی مشر و؟
ښاغلى نثار په دې اړه وويل:
"زه يو ځل بيا دا تکراروم، که چيرې ملا منصور د خبرو اترو مخالف و، نو بيا په مري کې دا مذاکرات څنګه وشول؟ دا لومړى ځل چې افغان طالبان او افغان حکومت مخامخ سره کېناستل، هغه وخت خو هم ملا منصور مشر و، نو څنګه هغه د مذاکراتو مخالف و؟"
نوموړي همدراز په سيمه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې لار مذاکرات وبلل چې په پاکستان او افغانستان کې د امن او سولې په صورت کې دواړه هېوادونه پرمختګ کولاى شي.
نثار همداراز دا نيوکه هم وکړه چې ولې هر ځل د افغان دولت او طالبآنو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پيل پر مهال د افغان طالبانو د مشرانو د وژل کېدا خبرونه رابرسېره کېږي او يا هم پر هغوى بريدونه کېږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د خبري غونډې پر مهال د تېر کال په جولايي کې پايتخت اسلام اباد ته نږدې په مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د دغو خبرو اترو په دويم پړاو کې پر دې خبرې اتفاق شوى و چې:
"کابل بۀ له جګړې ازاده سيمه اعلانېږي چې طالبانو دا خبره تر ډېره حده منلې وه، خو د طالبانو د پخواني مشر د مړينې د راپورونو تر رابرسېره کېدو وروسته د مشرتابۀ پر سر ناندرې راولاړې شوې او د يوه مهم پرمختګ مخه ډب شوه."
ښاغلي نثار وويل چې که چيرې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوى کس رښتيا هم د طالبانو مشر وي، نو دا به ډېره ستونزمنه شي چې پر افغان طالبانو زور راوړل شي چې خبرو اترو ته کېني.
که څه هم افغان چارواکي تور لګوي چې افغان طالبانو ته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې ايي ايس ايي ملاتړ ترلاسه دى، خو چوهدري نثار دغه تورونه رد کړل او ويې ويل:
"که چرې د افغان طالبانو مشر ته د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ ترلاسه وى، نو ايا هغه به په يو ګاډي يواځې له يوه ډرايور سره سفر کاوه او له يوه عادي چيک پوسټۀ به پاکستان ته داخلېده؟"
نوموړي همداراز هغه راپورونه هم رد کړل چې وايي امريکا تر بريد مخکې د پاکستان حکومت ته د بريد په اړه خبر ورکړى و. چوهدري نثار په دې اړه وويل چې امريکا پاکستان ته تر دغه بريد نږدې ٧ ساعته وروسته خبر ورکړى و.
که څه هم د امريکا د پې يپيلوټه الوتکو د بريد په نتيجه کې هغه موټر په بشپړه توګه سوځېدلى چې د امريکايي چارواکو په خبره د افغان طالبانو مشر په کې له تفتانه کوټې ته سفر کاوه، خو د پېښې له ځايه د ولي محمد په نامه د يو کس شناختي کارډ او پاسپورټ موندل شوى چې ويل کېږي د ملا اختر منصور دى او هغه په دې همدې نامه "ولي محمد" په پاکستان کې اوسېده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د ملا اختر منصور يا ولي محمد پاسپورټ او شناختي کارډ ولې نه دي سوځېدلي؟ چوهدري نثار وويل:
"د پېښې د خبر او له دې ځايه د يوه پاسپورټ او شاختي کارډ د ترلاسه کېدو وروسته ماته هم دا پوښتنه راولاړه شوه چې دا څنګه خوندي پاتې دي؟ خو په دې اړه تحقيقات روان دي چې دا څه ډول خوندي پاتې شوي؟"
د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې ولي محمد په ٢٠٠١میلادي کال کې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرويز مشرف د حکومت پر مهال شناختي کارډ او همداراز په ٢٠٠۵ میلادي کال کې د همدې ولسمشر د حکومت پر مهال پاکستانى پاسپورټ جوړ کړى و.
په بلوچستان کې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د افغان طالبانو په مشر په داسې وخت کې په نښه کړى و چې د پاکستان وزيراعظم د طبي معايناتو لپاره د لندن په دوره تللى دى.
نوموړي په لندن کې له رسنيو سره په خبرو کې پر خپله خاوره د امريکايي الوتکو بريد غندلى و او ددې ترڅڼګ يې دا هم ويلي وو چې تر دې دمه لاپه دغه بريد کې د افغان طالبانو د وژنې پخلى نه دى شوى، بلکې په دې اړه تحقيقات روان دي.
د يادونې وړ ده چې د کورنيو چارو وزير په خبري غونډه کې وويل چې پاکستان ته د وزيراعظم نوازشريف تر راستنېدو وروسته به د نېشنل سيکوريټي کونسل غونډه راوبلي او په دې اړه به تفصيلي بحث پکې وکړي.
راپور: ذبيح مومند