د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۰

د ملامنصورپه وژلو سره به د سولې هڅې ټکنۍ نه شي؟


ناتو وایي، ملا اخترمحمد منصورد افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په لاره کې خنډ و او تر مشرۍ لاندې یې طالبانو پر افغان ځواکونو، ملکیانو خونړۍ حملې ترسره کړي او هم امریکایي او د ناتو نورو ځواکونو ته یې جدي ګواښ متوجه کړې و.

ورته څرګندونې له دې مخکې امریکایي لوړ پوړو سیاسي او پوځې مشرانو هم کړې وې.

طالبانو که څه هم رسماً د خپل مشر وژل نه دي تایید کړي خو د رسنیو د راپورونو له مخې د هغه د ځای ناستې د غوره کولو لپاره د کوټې شورا سلا او مشورې پیل کړي دي.

ناتو وایي، ملا اختر محمد منصور په افغانستان کې د سولې او جوړجاړي د پرمختګ مخه ډب کړې وه.

دا خبره د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ملا منصور د وژلو په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې او وایي، د افغانستان او امریکا حکومتونو تایید کړې چې هغه د امریکایي ځواکونو په حمله کې وژل شوی دی.

د ناټو عمومي منشي وویل، د منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو خونړۍ حملې ترسره کړي او هم یې امریکایي او د ناټو نورو ځواکونو ته جدي ګواښ متوجه کړې و.

د ناټو عمومي منشي وویل، د منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو خونړۍ حملې ترسره کړي
د ناټو عمومي منشي وویل، د منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو خونړۍ حملې ترسره کړي

منصور دغه راز د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په لاره کې یو خنډ و.

ورته څرګندونې له دې مخکې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون یو شمېر لوړ پوړو امریکایي چارواکو کړې وې.

په دې سلسله کې پرون د پنټاګون ویاند جیف ډیویس وویل، امریکایي ځواکونو منصور د حملې لپاره ځکه په نښه کړې و چې هغه داسې حملې پلان کړې وې چې په افغانستان کې د امریکا او ایتلاف ځواکونو ته مشخص بالقوه ګواښ متوجه کړی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بل امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وروسته په دې اړه یو څه وضاحت ورکړ او ویي ویل چې طالبانو د افغانستان په پلازمینه کابل کې د امریکایي ځواکونو پر اهدافو نوې حملې پلان کړې وې.

د پنټاګون ویاند د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر ملا منصور د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو برید ته په اشاره وویل چې دغه هوایي برید امریکا د هغو پوځي مقرراتو پر اساس کړې چې پوځ یې د ځان د دفاع لپاره ترسره کوي.

ډیویس وویل، ترهغه ځایه چې دی معلومات لري دا لومړی ځل دی چې امریکایي ځواکونه د دغو مقرراتو له مخې د پاکستان په خاوره کې دا ډول حمله کوي.

له دې مخکې امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د امریکا د ترورېزم ضد ستراتیژي په چوکاټ کې چې تر ډېره د پاکستان د وزیرستان سیمې په نښه شوي، کړي و.

پاکستان هم دغه حمله غندلې او هغه یې پر ملي حاکمیت تېری بللی او د اعتراض په ډول یې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احظار کړی و.

د رویټرز په وینا پاکستاني چارواکو امریکایي سفیر ته د اعتراض ترڅنګ ویلي چې دغه حمله کولای شي د سولې پر خبرو ناوړه اغیز وکړي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو او په خپله طالبانو د ملا منصور وژنه رسماً نه ده تایید کړې خو له بلې خوا د طالبانو د یو شمېر لوړ پوړو مشرانو په حواله راپورونه وایي چې پاکستاني چارواکو د هغه مړی طالبانو ته سپارلی دی،خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده.

رویټرز دغه راز د طالبانو د ځینو سرچینو په حواله وایي چې د طالبانو یوه لس کسیزه شورا ټاکل شوې چې د منصورد وژل کېدو په اړه چې هغه په څه ډول د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړی و، څېړنه وکړي.

دغو سرچینو ویلي چې منصور له ایرانه د پاکستان خاورې ته ننوتی و چې دغه برید پرې وشو.

ویل شوي چې هغه په ایران کې د طالبانو له نوېو پرانېستل شوېو دفترونو څخه لیدنه کوله او له دې مخکې هم څو ځلي هغه هېواد ته تللی و، خو ایران بیا دغه ادعا رد کړې ده.

په عین حال کې د طالبانو د کوټې د شورا غړیو د ملامنصورد ځای ناستي د غوره کولو لپاره سلا او مشورې پیل کړي دي.

د طالبانو یو شمېر مشرانو د دې ترڅنګ چې د منصور وژنه تایید کړې وایي، د هغه د ځای ناستي د غوره کولو لپاره ډیرې هڅې پر دې متمرکزې دي چې تر ډېره حده د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو مخه ونیول شي.

که څه هم د امریکا ولسمشر او د ناټو عمومي منشي د منصور وژل کېدل د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره یو فرصت بللی چې طالبان ترې ګټه واخلي خو د دې ډلې د پخواني مشر ملاعمر له وژل کېدو وروسته دغه هڅې تر ډېره ټکنۍ شوې وې.

منصور چې د ملاعمر د مړینې له اعلان سره سم یې ځان د دې ډلې نوی مشر نومولی و، ډېرو طالب مشرانو ورسره مخالفت څرګند کړ.

دا چې د منصور له وژل کېدو سره به د سولې خبرې چې طالبانو تر اوسه رد کړي، پرمختګ وکړي او که به دا پروسه بیا ټکنۍ شي.

د طالبانو د فعالیتونو څارونکی او د سیاسي چارو کارپوه سمیع الله یوسفزی
د طالبانو د فعالیتونو څارونکی او د سیاسي چارو کارپوه سمیع الله یوسفزی

د طالبانو د فعالیتونو څارونکي او د سیاسي چارو کارپوه سمیع الله یوسفزي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما په خیال که پاکستان فشار واچوي او طالبانو له دې نه وډار شي چې پر دوی له دې وروسته په بلوچستان کې هم بریدونه کیږي نو ممکن دوی د مذاکراتو طرف ته راشي خو پاکستان یو قوي فشار وانه چوي او امریکا دغه ډول بریدونو ته دوام ورنه کړي نو طالبان ممکن د سولې پر ځای بیا هم د جګړو لاره غوره کړي خو زه فکرنه کوم چې د طالبانو د سولې په پالیسۍ کې به په نژدې راتلونکې کې یو ستربدلون راشي."

د طالبانو یو شمېر قومندانانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو مشرتابه شورا د نوي مشرپه غوره کولو کې له ډېر دقت او احتیاطه کار اخلي چې د طالبانو ترمنځ اختلافات راپورته نه شي او طالبان په څو ډلو ونه ویشل شي.

د نوي مشرتابه لپاره د منصورد لومړي مرستیال سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني مشرملاعمر د زوی ملامحمد یعقوب نومونه ډېر اخېستل کیږي.

حقاني د هغې شبکې مشر دی چې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې او له هغې مخکې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د ډېرو خونړېو حملو مسوله بلله شوې ده.

یعقوب د خپل پلار له مړینې وروسته د منصور له مشرتابه سره مخالفت څرګند کړې و.

د رویټرز په وینا که د ملاعمرد کورنۍ یوغړی د طالبانو نوی مشرغوره شي هغه به د جوړجاړي د یوه اجماع سبب شي.

د رویټرز په وینا حقاني د پاکستان له ملاتړه برخمن دی او یعقوب هم د افغان طالبانو په مشرانو کې محبوبیت لري خو د طالبانو د شورا یوه غړي ویلي چې یعقوب نه غواړي مشر شي.

د منصور د رقیبې ډلې د مشر ملامحمد رسول ویاند منان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې نوی مشر باید د ټولو طالب مشرانو په مشوره وټاکل شي که نه اختلافات به بیا هم دوام وکړي.

د منصور د رقیبې ډلې د مشر ملامحمد رسول ویاند منان نیازي
د منصور د رقیبې ډلې د مشر ملامحمد رسول ویاند منان نیازي

ښاغلي نیازي زیاته کړه:

"بیا هم زموږ بعضې کمزوري خلک انډیوالان په دې فکر کې دي چې بیا به د لس پنځلس کسانو په واسطه باندې د مسلمانانو زعیم وټاکي، انجام به یې وروسته بیا داسې وي لکه د مخکینو خلکو. زما نظر دی، ترهغو چې د اسلامي امارت زعیم د شورای الازهر په شکل باندې ټاکل شوی نه وي، په هیڅ صورت افغانانو ته په تېره بیا د اسلامي امارت طالبانو ته د منلو وړ نه دی. که هغه هرڅوک وي، د هرې قبیلې او د هر چا زوی وي."

که د امریکا ولسمشر او د ناټو عمومي منشي د منصور وژنه د طالبانو لپاره د سولې د خبرو یو فرصت بولي، د چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې مخکینیو تجربو ته په پام سره د هغه وژنه به د سولې د خبرو هڅې لا ټکنۍ کړي.

XS
SM
MD
LG