د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

ولسمشر غني: پاکستان د تروریزم ځپلو کې همکاري نه ده کړې


ولسمشر اشرف غني یوځل بیا پاکستان د وسله والو طالبانو په ځپلو کې په نه همکارۍ تورن کړ.

ولسمشرغني پرون په لندن کې د روسي په نوم په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پرمهال وویل چې افغان حکومت د پاکستاني طالبانو د ځپلو په برخه کې تروسې وسې هڅه کړې خو پاکستان د هغو ډلو پرضد هیڅ هم نه دي کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه د هغو مرکزونه او ځایونه ښکاره دي.

ولسمشراشرف غني وویل، افغان حکومت د تروریستي ډلو پرضد د اقدام په ترڅ کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي خو پاکستان دا کار نه دی کړی.

ښاغلي غني تېرماښام د بریتانیا د سلطنتي متحده خدماتو په انسټیټوټ روسي Rusi کې له وینا وروسته په خبري غونډه کې د پاکستاني طالبانو پرضد د افغان ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه:

پاکستان د تروریزم د ځپلو په برخه کې پر کړو ژمنوعمل نه دی کړی
پاکستان د تروریزم د ځپلو په برخه کې پر کړو ژمنوعمل نه دی کړی

"د پاکستاني طالبانو تحریک یوه بیځایه شوې پدیده ده چې د پاکستان د دوه سوه زره کسیز ځواک له عملیاتو وروسته ټوټې ټوټې شوه، موږ د دې ډلې د مشرتابه پرضد څوځلې عملیات وکړل، که ملا فضل الله اوه ساوې لري په دې کې زموږ ګناه نه ده، خو د پاکستان حکومت د حقاني شبکې او طالبانو د مشرتابه پرضد یو عملیات راښودلی شي؟ آیا ادرسونه یې نه دي ورمعلوم؟ هغو په کوم ځای کې راټولېږي، چېرته غونډې کوي؟ آیا په ښکاره غونډې نه کوي؟ په ښکاره کسان نه استخداموي او په ښکاره وسله نه ترلاسه کوي؟"

افغان ولسمشر په روسي تحقیقاتي مرکز کې په خپلو څرګندونو کې د پاکستاني طالبانو پرضد د حکومت د عملیاتو په اړه وضاحت ورکړ، ویې ویل د دې ډلې لوی کمپونه د افغان امنیتي ځواکونو د پنځو پوځي عملیاتو په نتیجه کې له مینځه وړل شوي دي.

ولسشر غني همداراز یادونه وکړه چې پاکستان د افغانستان پرضد نااعلان شوې جګړه پیل کړې ده.

ښاغلي غني وویل چې پاکستان همداراز د څلور اړخیزو غونډو په لړۍ کې خپله ژمنه چې طالبان به د سولې خبرو ته چمتو کوي ترسره نه کړه:

"څلور واړو دولتونو پر یوه پلان موافقه وکړه او مکلفیتونه په خاص ډول پاکستان ته متوجه وو، د دوی مکلفیت دا و چې که ثابته شي چې طالبان نه پخلا کیدونکې ډله ده، نو پرضد یې باید له زوره کار واخیستل شي، خو موږ لاهم د دوی پرېکړې ته انتظار یو."

اسلام آباد تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په افغانستان کې دی او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي خو د افغانستان اوسني او پخوانیو حکومتونو پر پاکستان تور لګولی چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران په کوټه او شمالي وزیرستان کې دېره دي او په افغانستان کې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد حملې تنظیموي.

XS
SM
MD
LG