د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

مینه پال: پاکستان پر موږ جګړه تحمیل کړې ده


د افغانستان حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې د مذ اکرو د پیل په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ به تر هغه وروسته پیل شي چې پاکستان خپلې ژمنې پر ځای کړي.

د ولسمشر د ویندوی مرستیال دواخان مینه پال پرون سې شنبې ازادي راډیوته وویل، پر افغانستان جګړه د پاکستان له لوري تحمیل شوې او افغانان يې له ځانه دفاع ته اړ کړي دي.

مینه پال زیاته کړه چې پاکستان وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي او په څلور اړخیزو غونډو کې پرخپل تعهد یې عمل نه دی کړی.

نوموړي وویل:

"موږ هغه چا ته چې سوله کوي د سولې دروازه خلاصه کړې، هغه چاته چې جنګ کوي د جنګ لپاره تیاریو، د افغانستان په اولس ولایتونوکې د شفق په نوم عملیات پیل شوي او د افغانستان په هره نقطه کې د افغانانو دښمنان ځپل شوي دي."

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې روان بحران په جنګ نه حل کېږي خو د سیاسي ډیالوګ دوام یې حل کولای شي.

عزیز یو وار بیا ټینګار وکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره هره هڅه وکړي او ډاډ یې څرګند کړ چې سیاسي حل لا هم ځای لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اپریل په ۲۵مه په ملي شورا کې وویل چې نور له پاکستان د دې توقع نه لري چې طالبان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته قانع کړي.

دا د اسلام اباد په وړاندې د کابل په سیاست کې لوی بدلون ګڼل کېږي.

ولسمشرغني همدا راز پاکستان ته خبرداری ورکړ چې له وسله والو طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د امکاناتو د دوام په صورت کې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي.

د پاکستان حکومت پخوا د افغان لوري دا تور رد کړی وچې په افغانستان کې د جګړې اورته له لمن وهي.

د ولسمشرد ویندوی مرستیال دواخان مینه پال، د جزئیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړه چې دا پروسه هم پیل شوې ده.

دواخان مینه پال:

"دایوه پروسه ده، کله چې د افغانستان ولسمشر مجلسینوته وویل، دامعنی لري چې دا پروسه شروع شوې او له خپلو مراجعو به تعقیبیږي."

ښاغلي مینه پال یو واربیا د افغان حکومت پردې دریځ ټینګار وکړ چې د هغو طالبانو پر ضد به پوځي عملیات جاري وساتي چې سولې نه غواړي.

XS
SM
MD
LG