سږکال په یوه بهرني هېواد کې د پیکنګ د سرمایه ګذارۍ تر ټولو ستر مالي تعهد دی.
د چین حکومت به پر دې پيسو په ټول پاکستان کې د ریل ګاډي پټلۍ، د ګاز نل لیکې او سرکونو جوړولو سترې پروژې بشپړې کړي.
په پاکستان کې د چین د پانګونې اندازه د ټولې نړۍ د پراختیايي پروژو لپاره د امریکا تر کلنۍ بودیجې زیاته ده.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د پاکستان او چین نږدې کېدواو د هغوي د ستراتیژیکو اړیکو پراختیا د هند او امریکا اندیښنې زیاتې کړې دي.
د رویټرز په حواله، په پاکستان کې د چین سترې پانګونې د پیکنګ په سیاسي کړېو کې د اسلام اباد موقعیت لا پیاوړی کوي او د بیلګې لپاره یې د ګوادر بندر د پروژې یادونه کړې ده.
د دې پروژې له بشپړېدو سره به لږترلږه۳۰۰۰ کیلومتره سرک، د ګوادر بندر او د چین قاشغر ښار سره وصل کړي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۳میلادي کال کې دا پروژه یوه چینايي شرکت ته وسپارله.
د رویټرز په حواله، چین به د ګوادر بندر له لارې د عربو خلیج او د دې سیمې تیلو ته ورسیږي.
چین به دا راز پر ګوادر بندر د خپلو تجارتي مالونو صادرات هم زیات کړي او د ټولې سیمې سره بې یې تجارت زیات شي.
د چین حکومت، پاکستان ته پوځي مرستې هم کوي.
د رویټرز په حواله، د چین په ختیځ سمندرکې د دواړو هېوادونو ګډو پوځي تمرینونو د هغوي ترمنځ د ګډو ستراتیژیکو ګټو او همکارۍ عمق څرګند کړ.
چین په تېرو دوو لسیزو کې په پاکستان کې ۶ اټمي ریکټرونه جوړ کړي او د یوه بل اټمي ریکټور د جوړولو پلان هم لري.